د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

د کوکنار د کښت په صفر کېدو کندز څه امتیاز ترلاسه کړی؟


د کندز د سیمه‎ییزو چارواکو په وینا چې په دغه ولایت کې له ۸ کالو راهیسې د کوکنارو کرکېله صفر ته رسېدلې، نو له همدې کبله د هېواد د نشه‎یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له‎خوا نوموړي ولایت ته د ښه اجرأت په خاطر هر کال یو میلیون امریکايی ډالر ورکول کېږي.

په کندز کې د نشه‎يي توکو پر وړاندې د مبارزې رئیس عبدالبصیر مُرشد ازادي راډيو ته وویل چې هرکال د نشه‎يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت یو میلیون امریکايي ډالر له دغه ولایت سره مرسته کوي او هغه پیسې بیا د کندز په کچه د خلکو د وړاندیزونو په اساس پر بېلابېلو پروژو باندې لګول کېږي.

د کندز د نشه‎يي توکو پر وړاندې د مبارزې رئیس عبدالبصیر مُرشد
د کندز د نشه‎يي توکو پر وړاندې د مبارزې رئیس عبدالبصیر مُرشد

نوموړي زیاته کړه:

"په کندز کې د کوکنارو د کرکېلي صفر ته رسېدو په بدل کې د نشه‎یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له‎خوا په دې ولایت کې یو شمېر لويې او وړې ټولګټې پروژې تطبیق شوي دي، لکه د کندز پوهنتون ته نوې ودانۍ جوړه شوې، یو معیاري لوبغالی جوړ شوی، د معتادینو لپاره په قلعۀ‌زال ولسوالۍ کې یو ۲۰ بستریز روغتون جوړ شوی، ښوونځي، استنادي دیوالونو، د اوبو بندونو او داسې نورې پروژې د دغه ولایت په کچه زموږ له خوا پلي شوي دي."

په ورته وخت کې د کندز والي اسدالله عمرخېل بیا وايي، سره له دې چې دغه ولایت وخت نا وخت د ناامنیو شاهد وي، خو دا د خوشحالی ځای دی چې په دې ولایت کې د کوکنارو کرکېله صفر ته رسېدلې ده.

د کندز والي اسدالله عمرخېل
د کندز والي اسدالله عمرخېل

ښاغلي عمرخېل زیاته کړه:

"وسله‎وال مخالفین د کوکنارو شومې پديدې له لارې اکمالېږي او د دولت پر وړاندې جنګېږي؛ موږ خوشحاله یو چې دغه شومه پدیده په دې ولایت کې صفر شوې."

بل‎خوا د کندز ګڼ شمېر بزګران هم وايي چې دوی په خپلو ځمکو کې کوکنار نه کري ځکه کوکنار یوه شومه پدېده چې ضرر یې د ټولنې ټولو انسانو ته رسېږي.

دغه بزګر وايي چې د کوکنارو نه کرلو په بدل کې د هېواد نشه‎یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت دوی ته سیمه کې د اوبو بندونه، استنادي دیوالونه، کلینکونه، ښوونځي او سړکونه جوړ کړي دي.

د دې ولایت یو شمېر بزګرانو ازادي راډیو ته وویل چې اوس مهال دوی په خپلو ځمکو کې غنم، شولې، خټکي، هنډوانې، سبزیجات او داسې نورې غلې،دانې کري.

یو تن بزګر رحمت الله وايي:

"موږ د دولت په لارښونه د کوکنار له کره لاس اخېستی او په بدل کې یې دولت موږ ته د اوبو سربندونه، سړکونه، کلینیکونه جوړل کړل همدارنګه له موږ سره د زراعت په برخه کې هم مرستې شوي دي."

اکمل خان بیا وايي:

"موږ د کوکنارو کښت بس کړ، اوس په خپلو ځمکو کې غنم، شولې، خټکي او ترکاري کرو، زه له نورو بزګرانو هم غواړم چې د کوکنارو له کرکېلي لاس واخلي."

امیرمحمد بیا د کوکنار کر حرام ګڼي وايي:

"موږ په خپلو ځمکو کې کوکنار نه کرو ځکه د کوکنار کرل حرام دي او په بدل کې دولت موږ سره د اصلاح شویو تخمونه مرسته وکړه."

د چارواکو د خبرو پر بنسټ چې کندز د هېواد یو له هغو ولایتونو څخه شمېرل کېږي چې په دې وروستیو څو کلونو کې په دې ولایت کې د کوکنارو کرکېله صفر ته رسېدلې ده، خو بیا د روږو کسانو شمېر په کې مخ په ډېرېدو ده.

راپور: اجمل ارین-کندز

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG