د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

د هلمند په نادعلي کې به پراخ عملیات پیل شي


د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې به پراخ پوځي عملیات پیل شي.

د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي چې وروسته له اتو میاشتو نادعلي ته تللی وايي، په هغو سیمو کې چې د حکومت تر ولکې لاندې دي د خلکو ژوند عادي شوی دی.

د نادعلي مرکز ته د غځېدلې لارې د پرانيستلو په هدف عملیات پای ته رسېدلي او ګڼ شمېر تازه دمي سرتېري د دغې ولسوالۍ مرکز ته تللي چې په نورو سیمو کې هم عملیات وکړي.

محمد الیاس داعي چې د هلمند د امنیه قومندان سره د نادعلي مرکز ته تللی وايي، کوکنار ډېر کرل شوي دي، خو په ډېرو کروندو کې د شپږ میاشتې پخوا کرل شوي بوټي ولاړ دي.

د بشپړ راپور اورېدو لپاره د ښاغلي داعي چمتو شوی راپور واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:15 0:00

XS
SM
MD
LG