د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

پاکستاني څېړونکي: د مشال خان د قتل پلان مخکې له مخکې جوړ شوی و


پاکستاني څېړونکي وايي، هغې ډلې چې مشال خان‌یې د روان کال په اپرېل میاشت کې وواژه د نوموړي د قتل پلان مخکې له مخکې جوړ کړی و.

۲۳ کلن مشال خان چې د مردان پوهنتون د ژورنالیزم د پوهنځي محصل و، د اپرېل په ۱۳مه نېټه د یوې قهرجنې ډلې له‎خوا چې ویل‌یې نوموړی مرتد دی، ووژل شو.

دې ډلې پر مشال خان تور لګاوه چې پر ټولنیزو شبکو یې کفري لیکنې پوسټ کړې دي.

په هغه راپور کې چې پرون د دې قتل په اړه د یوې ګډې کمېټې له‎خوا خپور شو ویل شوي چې د مشال خان وژل یوه میاشت مخکې د همدې ډلې له‎خوا پلان شوی و.

د کمېټې راپور زیاتوي چې مشال خان د هغو محصلینو له‎خوا وژل شوی چې دی یې د «پي اېس اېف» "PSF" په نوم د خپلې اتحادیې لپاره یو ګواښ ګاڼه.

"PSF" یا د پښتنو محصلینو فډرېشن چې مشال خان‌یې هم غړی و، د پاکستان د عوامي نېشنل پارټۍ د محصلینو څانګه ده.

راپور زیاتوي چې د پوهنتون یو شمېر کارکوونکو پر نورو محصلینو فشار راوړی و چې د مردان پر پوهنتون د پخوانیو انتقادونو له کبله پر مشال خان د ارتداد له تورونو څخه ملاتړ وکړي.

د پاکستان پولیسو د مشال خان د قتل په قضیه کې له ۵۰ زیات کسان نیولي او وايي، پر نوموړي د ارتداد لګول شوي تورونه بې‌بنسټه دي.

په پاکستان کې د ارتداد سزا اعدام دی او ان ارتداد یا اسلام ته هر ډول سپکاوی د دې باعث کېدای شي چې خلک په ډله‌ییزه بڼه تورنو ته مرګونې سزا ورکړي.

تمه ده چې د مشال خان د قتل قضیه د راتلونکې اوونۍ په وروستیو کې محکمې ته واستول شي.

XS
SM
MD
LG