د ناټو سرمنشي وايي، افغانستان ته د نورو پوځيانو پر لېږلو به راتلونکې ميلادي مياشت پرېکړه وشي.
د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ پرون په بروکسل کې د ازادي راډيو د خبريال د پوښتنې په ځواب کې وويل، افغانستان ته د نورو تازه دمه پوځيانو پر لېږلو راتلونکې ميلادي مياشت پرېکړه کېږي.
د ناټو سرمنشي ونه ويل چې افغانستان ته دقيقاً د څو پوځيانو پر لېږلو غور روان دى:
"اوس مهال د ځواکونو د زياتولو په پروسه کې يو؛ په جون مياشت کې مخکې تر دې چې د ناټو د دفاع وزيرانو غونډه وشي، د ځواکونو د زياتولو په باب يو کنفرانس جوړېږي، دا څرګنده ده، د ناټو متحدان به په افغانستان کې زموږ ماموريت ته دوام ورکړي، موږ د خپلو پوځي قوماندانانو هغه غوښتنه ارزوو، چې د څو زره پوځيانو د زياتولو په باب ده، په دې اړه لا پرېکړه نه ده شوې.، خو دا ښکاره ده، د پرېکړې دا پروسه به ادامه لري، په راتلونکو اوونيو کې به د پوځيانو د دقيق شمېر په اړه پرېکړه وشي."
افغان حکومت د ناټو د دې پرېکړې هرکلى کړى دى.
د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو مرکز تېره شپه په يوه اعلاميه کې ويلي چې ناټو په افغانستان کې له درې زرو تر پنځو زرو پورې د نورو پوځيانو پر لېږلو غور کوي.
افغان حکومت که څه هم د بهرنيو قواوو د شمېر له زياتېدو سره موافق دى، خو ټينګار يې د افغان ځواکونو پر غښتلتيا دى.
د جمهوري رياست مرستيال وياند دواخان مينه پال له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، کابل غوښتنه لري چې د ناټو دغه تازه دمه پوځيان په جګړه کې ونډه ونه لري:
"زموږ ټينګار دا دى چې د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونه د ترورېزم په وړاندې د مبارزې ښه وړتيا لري، دوى دې تجهيز او وروزل شي، دغه راز مشورې دې ورکړل شي، موږ په هېڅ صورت نه غواړو چې د ناټو سرتېري دې جګړې ته داخل شي."
د اروپايي هېوادونو تر څنګ د امريکا د حکومت له خوا هم افغانستان ته د څو زره اضافي پوځيانو پر لېږلو بحث روان دى.
د امريکا حکومتي چارواکو ويلي وو چې ولسمشر ډونالد ټرمپ به په خپل بهرني سفر کې په دې اړه د امريکا د متحدانو نظر واخلي.
ښاغلي ټرمپ په خپل اول بهرني رسمي سفر کې سعودي عربستان، اسرائيل، بلجيم او ايټاليا ته لاړ.
په همدې حال کې د بريتانيا يوې حکومتي سرچينې د نوم نه ښوولو په شرط تېره اوونۍ وويل چې هېواد يې افغانستان ته د غيرمحارب ځواکونو استولو ته تيار دى.
تر دې مخکې جرمني اعلان کړى و، چې افغانستان ته د نورو پوځيانو د لېږلو لپاره ټينګه اراده نه لري.
دا مهال په افغانستان کې ١٣ زره نړيوال پوځيان دېره دي چې له دې جملې ٨٤٠٠ يې امريکايان دي.
دوى د افغان قواوو په روزنه، تجهيز او سلا مشوره کې برخه لري.
په دې اړه د صالح محمد صالح راپور واورئ: