د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

ناټو څرنګه فعالیت کوي او ولې اهمیت لري؟


د نړۍ د نورو وسله‎والو ټولنو او یا ائتلافونو برعکس ناټو خپلې وسلې نه‌لري.

د ناټو جنګي کښتۍ، جنګي الوتکې، میزایل او شااوخوا درې میلیونه پوځي پرسونل د هغو ۲۸ هېوادونو دي چې په دې تړون کې غړیتوب لري.

یوازېني تجهیزات چې د ناټو خپل دي هغه یو شمېر څارګرې رادار لرونکې الوتکې دي.

دغه‌راز له راتلونکي کال څخه به دا تړون پنځه څارګرې بې‌پیلوټه الوتکې هم ولري.

د ناټو تړون یا د شمالي اتلانتیک شورا اصلي مرکز د بلجیم په پایتخت بروکسل کې دی او هر هېواد چې په دې تړون کې د شاملېدو شرایط پر ځای کړي د ناټو غړیتوب ترلاسه کولای شي.

بوسنیا، مقودونیا او ګورجستان هغه هېوادونه دي چې په ناټو تړون کې يې د شاملېدو پروسه پیل کړې ده.

پخوانی شوروي اتحاد او اوسنۍ روسیه په مختلفو دلایلو سره د ناټو تړون د موجودیت دلیل دی.

متحده ایالات پرته له شکه د ناټو تړون تر ټولو لوی او زیات لګښت ورکوونکی غړی دی او همدې ته په پام سره د ناټو د فعالیت په څرنګوالي کې د امریکا دریځ او خبره لوی اهمیت او رول لري.

خو د ناټو تړون پرېکړې د غړو هېوادونو په اجماع سره کېږي په دې معنی چې د البانیا د ویتو حق هغومره اهمیت لري څرنګه چې په دې تړون کې د امریکا د ویتو حق دی.

څوک د ناټو چارې پر مخ وړي؟

ناټو هره اوونۍ د غړو هېوادونو د استازو په توګه په خپل مرکز بروکسل کې غونډه کوي او د دې تړون د وزیرانو او مشرانو په سطحه کنفرانسونه بیا د ناټو د سرمنشي ینس سټولټنبرګ له‎خوا تنظیمېږي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په بروکسل کې د دې تړون د مرکزي دفتر چارې پر مخ وړي.

سټولټنبرګ د ناټو تړون امرونه نه‌صادروي بلکې دی د غړو هېوادونو په اجماع سره د دې تړون په استازیتوب خبره کوي.

سټولټنبرګ د ناټو تړون امرونه نه صادروي
سټولټنبرګ د ناټو تړون امرونه نه صادروي

ولې متحده ایالات ناټو تړون ته اهمیت ورکوي حال دا چې واشنګټن په پوځي چارو کې تر ډېره خپلې چارې په یوازې سر ترسره کوي؟

ناټو تړون هغه نړیوال فورم دی، چېرته چې امریکا خپل پوځي توانمندي د مذاکراتو لپاره وړاندې کوي او کولای شي چې په بېلابېلو ډولونو سره د چارو د پر مخ بیولو لپاره د خپلو متحدانو نظر واخلي.

  • ناټو کوم مأموریتونه پر مخ وړي؟

ناټو په بالکان سیمه کې د سولې په ټینګښت کې اساسي رول لري او په افغانستان کې د طالبانو خلاف د دې تړون د تاریخ تر ټولو اوږد پوځي مأموریت پر مخ وړي.

که څه هم اوس پخوانی شوروي اتحاد نه‌شته، خو ناټو اوس هم روسيې ته د امنیتي ګواښ په نظر ګوري او د روسيې پولې ته نېږدې د خپلو غړو هېوادونو ساتنه کوي.

په دې سربېره ناټو تړون دا مهال د اسلامي دولت په نامه ډلې یا داعش پر ضد په نړیوال ائتلاف کې هم شاملېږي.

XS
SM
MD
LG