د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۸

کانګرس ته د امریکا په نوې وړاندې شوې بودجه کې پوځي لګښت زیات شوی


د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر د خپل هېواد نوې بودجه کانګرس ته وړاندې کړه.

د پوځي لګښتونو برخه کې چې په افغانستان کې هم مصارف شامل دي، زیاتوالی راغلی خو بل لور ته ولسمشر ټرمپ د امریکا بهرنۍ بودجه کمه کړې ده.

د امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۱۸ میلادي کال په مالي بودجه کې ۴۶ میلیارده ډالره په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو عملیاتو ته ځانګړې شوې، خو دا بودجه په دغه هېواد کې د اوسنیو امریکایي پوځیانو په حساب تعیین شوې ده.

اوس په افغانستان کې ۸۴۰۰ امریکایي عسکر شته.

د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره غواړي چې افغانستان ته د درېیو او پنځه زرو تر منځ نور سرتېري واستوي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې بودجه د هغې یوې برخه ده چې امریکا یې په پوځي ډګر کې بهر مصرفوي.

په بهر کې د پوځي لګښتونو لپاره ولسمشر ټرمپ د ۶۵ میلیارده ډالرو وړاندیز کړی دی.

په بهر کې د امریکا د متحده ایالاتو په پوځي بودجه کې ۱۳ میلیارده ډالره په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت نومې ډلې د وسله‎والو د ځپلو لپاره شامل شوي دي، نېږدې پنځه میلیارده ډالره هم د اروپا لپاره بېل شوي چې د اروپا لپاره نېږدې یو نیم میلیارده ډالره تر پخوا زیاتوالی ښیي.

ډونالد ټرمپ د دفاع وزارت لپاره د ۵۲ میلیارده ډالرو او د ټولې دفاعي بودجې لپاره د ۵۴ میلیارده ډالرو د زیاتوالي وړاندیز کړی دی.

دا تر اوسنۍ بودجې لس فیصده زیاته ده.

د امریکا دفاع وزارت د ۵۷۴ اعشاریه پنځه میلیارده ډالرو غوښتنه لري، دا بودجه څلور اعشاریه شپږ فیصده د روان مالي کال تر بودجې زیاته ده.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د انتخاباتي مبارزو پر مهال ژمنه کړې وه چې د خپل هېواد ملي دفاعي بودجه به زیاته کړي، خو اوس چې یې کومه بودجه کانګرس ته وړاندې کړې ده تر هغې ژمنې کمه ده.

ټرمپ ژمنه کړې وه چې د خپل هېواد ملي دفاعي بودجه به زیاته کړي.
ټرمپ ژمنه کړې وه چې د خپل هېواد ملي دفاعي بودجه به زیاته کړي.

د امریکا د اساسي قانون له مخې کانګرس د بودجې د تصویب وروستۍ پرېکړه کوي، خو داسې ښکاري چې د کانګرس یو شمېر له نوې بودجې سره مخالفت کوي.

په کانګرس کې د پوځي او بهرنۍ تګ‎لارې په برخو کې یو منل شوی غړی سناتور جان مک‎کېن دی، ده د سې شنبې په ورځ وویل، دا بودجه کافي نه‎ده او چې څرنګه کانګرس ته راورسېده دفع به شي.

مک‎کېن غواړي چې دفاعي بودجه تر ۶۴۰ میلیارده ډالره زیاته شي تر څو د نویو مدرنو ظرفیتونو په برخه کې پانګونه وشي او پوځي چارې نوې شي.

که یوه لور ته د امریکا نوی ولسمشر په پوځي برخه کې بودجه زیاتوي بل لور ته‌یې د متحده ایالاتو بهرنۍ بودجه کمه کړې ده.

سپینې ماڼۍ د سې شنبې په ورځ دغه بودجه کانګرس ته واستوله.

یو شمېر سیاسي کتونکي او د کانګرس غړي په دې باور دي چې د امریکا بهرنۍ بودجه د پوځي بودجې د زیاتوالي قرباني کېږي.

سناتور لېنډسي ګراهام د امریکا په سنا کې د ډیپلوماسۍ او بهرنیو مرستو د څارنې د فرعي کمېټې مشر د چهارشنبې په ورځ وویل چې بهرنۍ بودجه که ومنل شي، موږ به مجبوره شو چې په نړۍ کې شاته ګام کېږدو او یا به ډېر خلک په نړۍ کې له خطر سره مخامخ شي.

د ولسمشر ټرمپ د بهرنۍ بودجې له مخې به نېږدې ۳۲ په سلو کې یا تقریباً ۱۹ میلیارده ډالره په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا د ډیپلوماسۍ او بهرنیو مرستو له برخې راکمه شي.

دغه کمبود په ځانګړي ډول نړیوالې روغتیایي هڅې او نړیوال سازمانونه له ناټو پرته اغېزمن کوي.

خو په سنا کې د اکثریتو مشر مېچ مک کونیل د ټرمپ د بودجې ستاینه کړې ده.

XS
SM
MD
LG