د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کمېټې پرون د جمعې په ورځ د پاکستان د پوليسو، پوځ او استخباراتو له خوا د شکنجې پراخ موارد وغندل.
دغې ادارې له اسلام اباد څخه غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې په چټکۍ اصلاحات عملي کړي.
دغې ادارې تر څو مياشتنيو څېړنو وروسته د جمعې په ورځ په خپل راپور کې په دې اړه معلومات خپاره کړي دي.
د شکنجې ضد کمېټې په راپور کې ويل شوي:
"په ټول پاکستان کې پوليس په توقيف ځايونو کې له خلکو د اعتراف اخيستو لپاره په پراخه پيمانه د خلکو په شکنجه کولو کې لاس لري."
د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کمېټې په راپور کې ويل شوي، د پاکستان د پوځ، استخباراتو او ملېشه ځواکونو له خوا هم په زياتو مواردو کې له محاکمې پرته خلک اعدام شوي، شکنجه شوي يا هم لادرکه کړاى شوي دي.
په راپور کې دېته هم اشاره شوې چې ګڼ پاکستاني بلاګ-ليکونکي چې پر افراطيت او دولتي چارواکو يې انتقادونه کړي، په خپلسري ډول د څو اوونيو لپاره توقيف ته اچول شوي، خو پاکستان نه دى توانېدلى چې د يوې دغسې قضيې په اړه هم څېړنه وکړي.
د راپور په حواله راغلي چې د پاکستان حکومت د هغو قضيو په باب هم عملي اقدام نه دى کړى چې د خلکو د ورکېدو يا هم په توقيف کې د وژل کېدو په باب دي.
ملګرو ملتونو له پاکستان څخه غوښتنه کړې چې له قدرت څخه د دغسې ناوړه استفادو د مخنيوي لپاره اصلاحات عملي کړي.
د پاکستان د بشري حقونو ملي کمېسيون او يوه بل سازمان چې د پاکستان له پارلمان سره تړلى دى، د دې راپور هر کلى کړى دى.
دوى ويلي، د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کمېټې له خوا د دغه راپور خپرېدل ښيي له دې سره مرسته وکړي چې په پاکستان کې د شکنجو په باب څېړنې پيل شي.