د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۵

بخښنې نړیوال سازمان: نړۍ کې د قضايي اعدامونو شمېر کې کموالی راغلی


د بخښنې نړیوال سازمان په خپل نوي راپور کې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د قضایي اعدامونو په اړه معلومات خپاره کړي دي چې په دې کې د افغانستان یادونه هم شوې ده.

یاد سازمان په یوه نوي راپور کې ویلي چې په ۲۰۱۶ کال کې په عمومي ‌ډول په ټوله نړۍ کې د قضایي اعدامونو شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

په دې راپور کې د دغه کموالي عمده دلیل دا ښودل شوی چې د افغانستان په دوو ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان کې دغه سزا کمه شوې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان ایران او پاکستان هغه هېوادونه بولي چې د اعدامونو شمېر پکې تر ټولو ډېر دی.

د مثال په توګه په ایران کې په ۲۰۱۶ کال کې د اعدامونو مجموعي شمېر ۵۶۷ تنه وو په داسې حال کې چې په ۲۰۱۵ کال کې دا شمېره ۹۷۷ تنه وه.

د بخښني نړیوال سازمان د د تحقیقاتي ټیم سلاکاره شیارا سانجیورجیو د دوشنبې په ورځ د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې سره وویل چې لا هم په ایران کې د اعدام سزا په اړه اندېښنې پر خپل ځای دي:

"په ۲۰۱۶ کال کې په ایران د اعدامونو د سزا په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی، له دې سره سره لاهم په ایران کې د اعدام سزا له اړخه وضعیت د اندېښنې وړ دی، په دې راپور کې راغلي چې په ۲۰۱۵ کال کې د قضایي اعدامونو شمېر په بیساري ډول لوړ وو، په ایران کې د اعدامونو د مجموعي شمېرې ډېره برخه په حقیقت کې د هغو جرایمو ترسره کېدو له کبله شوي چې نړیوال قوانین چارواکو ته د هغو کارونو اجازه نه ورکوي."

سانجیورجیو زیاتوي، په پاکستان کې هم د اعدام سزا شمېرې په ۲۰۱۶ کال کې تر هغه د یوه کال مخکي شمېرو څخه ۷۳ فیصده کمې شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان دغې چارواکي دا هم ویلي چې په پاکستان کې هم د اعدامونو د احکامو ورکولو په اړه اندېښنې شته.

د دې سازمان په نوي راپور کې افغانستان ته هم اشاره شوې ده چې په ۲۰۱۶ کال کې د اعدام شپږ قضیې پکې ثبت شوي دي.

دا کسان ټول د ترورېزم سره د تړاو په تور اعدام شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د جبري اعترافونو او هغو ویناوو په اړه اندیښنه ښودلې چې د راپور له مخې، افغان چارواکي د راتلونکو تروریستي پېښو د مخنیوي په هدف د اعدام د حکمونو یادونه پکې کوي.

سانجیورجیو وایي افغان چارواکي ادعا کوي چې د اعدام سزا د بریدونو ترسره کولو ته د تروریستانو پر لېوالتیا اغیز کړی دی، خو د سازمان په خبره د دې ادعاوو د اثبات لپاره هېڅ شواهد نشته.

د بخښنې نړیوال سازمان په نوي راپور کې د افغانستان د عمده ملاتړي امریکا متحده ایالاتو یادونه هم کړې چې په ۲۰۱۶ کال کې یې د اعدامونو سزا ورکړې ده، خو دا راپور وایي، په امریکا کې د ۲۰۱۶ کال په اوږدو کې د اعدام سزا د احکامو پرله پسې کموالی د پام وړ دی.

د دې راپور پر اساس په ۲۰۱۶ کال کې په امریکا کې شل تنه اعدام شوي دي چې له ۱۹۹۱ کال راهیسي په هغه هېواد کې د اعدامونو تر ټولو ټیټه سطح ښیي.

راپور زیاتوي په تېرمیلادي کال کې په امریکا کې د اعدام ۳۲ حکمونه ورکړل شوي دي او دا له ۱۹۷۳ کال راهیسي په هغه هېواد کې ترټولو ټیټه شمېره ښودل شوې ده.

په چین کې هم د بخښنې نړیوال سازمان راپور د ۲۰۱۶ کال په اوږدو کې د زرګونو کسانو د اعدام اټکل کوي چې ښایي تر لس زره لږ او احتمالاً دا شمېره تر ۲۰۱۵ کال کښته وي.

په ټوله کې د چین په برخه کې د بخښنې نړیوال سازمان نتیجه ګیري دا ده چې په هغه هېواد کې د اعدامونو د کموالي په اړه د چارواکو د ادعاوو تائید او تصدیق ناممکن دی.

XS
SM
MD
LG