د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۲

هند وايي د پاکستان لخوا د هندي افسر اعدام به سخت عواقب ولري


متقاعد هندی افسر کولبوشان یادف چې پاکستان دا مهال د اعدام سزا ورته اورولې ده.
متقاعد هندی افسر کولبوشان یادف چې پاکستان دا مهال د اعدام سزا ورته اورولې ده.

هند پاکستان ته خبرداری ورکړی چې که په هغه هېواد کې یو متقاعد هندي افسر اعدام شي، سخت عواقب به ولري.

هند نن سې شنبه پاکستان ته خبرداری ورکړی چې په پاکستان کې د یوه متقاعد هندي افسر د اعدام سزا به د دواړو هېوادونو د اړیکو په برخه کې جدي عواقب ولري.

د هند د بهرنیو چارو وزیري سوشما سوارج د هغه هېواد د پارلمان غړیو ته ویلي چې هند به دا موضوع په ډېره لوړه سطحه له پاکستان سره مطرح کړي څو ډاډه شي چې د کولبوشان یادف«Kulbhushan Jadhav» په برخه کې عدالت تامین شي.

یادف تېر کال په پاکستان کې د جاسوسۍ او ورانکارۍ په تور نیول شوی او روانه اوونۍ د یوې پوځي محکمې لخوا په اعدام محکوم شو.

پاکستان ادعا کوي چې یادف د هند یو جاسوس چارواکی دی چې د پاکستان په بلوچستان او ساحلي ښار کراچي کې یې له تروریستي ډلو سره مالي مرسته کړې ده.

سوشما سوارج د یادف محاکمه ناسمه وبلله.

د هند د بهرنیو چارو وزیره سوشما سوارج.
د هند د بهرنیو چارو وزیره سوشما سوارج.

دا وایي:

"د هند حکومت او خلک به دا احتمال ډېر جدي ونیسي چې یو بېګناه هندي وګړی په پاکستان کې د یوې سمې محاکمې پرته او د اساسي مقرراتو، قوانینو عدالت او نړیوالو اړیکو پرخلاف د مرګ له سزا سره مخامخ کېږي."

سوارج د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړ د دې کار پر مخ وړلو په صورت کې د دواړو هېوادونو تر منځ داړیکو عواقب په پام کې ونیسي.

په کانګرس کې د اپوزېسیون او نورو ډلو استازو له حکومت څخه وغوښتل چې پر پاکستان نړیوال فشار راوړي څو یادف خوشي او بېرته هند ته وروستل شي.

د پاکستان پوځ تېر کال د یادف تر نیولو وروسته یوه ویډیو خپره کړه چې ښیې ده اعتراف کړی چې کلونه کلونه یې په پاکستان کې د ناکراریو د خپرېدو لپاره تېرکړي دي.

دا معلومه نه ده چې ده دا اعتراف د فشار په نتیجه کې کړی که څنګه.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ ویلي چې یادف تېر کال له ایران څخه تښتول شوی او تر هغه وروسته په پاکستان کې د هغه د حضور په اړه هېڅ کله سم وضاحت نه دی ورکړل شوی.

دغه وزارت دا هم ویلي چې د هند حکومت به د یادف اعدام یو عمدي قتل و انګېري.

هند او پاکستان له وړاندي هم په خپلو کې ستونزمني اړیکي لري.

د تېرکال له جنورۍ راهیسي د دغو دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د لوړې سطحې خبري وروسته له هغه وځنډېدې چې هند په هغه هېواد کې پر یوه هوایي پوځي اډې تر برید وروسته له پاکستان سره د کشمېر او نورو ستونزو په اړه پلان شوي غونډي وځنډولې.

هند وایي، تر هغه برید وروسته د ټلیفوني تماسونو پلټني ښیې چې پر پوځي اډې برید کوونکي له پاکستان څخه ورغلي و، خو اسلام اباد دا ادعا ردوي.

هند او پاکستان په خپلو کې درې ځله جګړې کړي چې دوی یې کشمیر د وېش پر سر وې چې دواړه هېوادونه یې د ملکیت ادعا لري.

دا ادعا له ۱۹۴۷ کال راهیسې چې دوی له بریتانیا څخه خپلواکي واخیسته، دوام لري.

XS
SM
MD
LG