د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

جهانګیر: ایران کې د اعدامونو اندازه د خطر تر حده لوړه شوې


په ایران کې د بشري حقونو د څارنې لپاره د ملګرو ملتونو استازې اسما جهانګیر په خپل تازه راپور کې چې پرون د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وړاندې شو ویلي چې په ایران کې د اعدامونو اندازه د خطر تر حده لوړه شوې ده.

اغلې جهانګیر د دوشنبې په ورځ وویل پر اصلاح غوښتونکو فشار، د زندانیانو شکنجه او د خلکو اعدامول په دې هېواد کې د بشري حقونو تیاره تصویر وړاندې کوي.

اسما جهانګیر پرون جنیوا کې د بشري حقونو شورا ته وویل، ایران کې پر خلکو د حکومت ولکه تنګه ده او ډموکراتیکې چارې ډېرې محدودې دي.

په ایران کې د بشري حقونو د څارنې لپاره د ملګرو ملتونو استازې اسما جهانګیر
په ایران کې د بشري حقونو د څارنې لپاره د ملګرو ملتونو استازې اسما جهانګیر

د اسما جهانګیر په وینا د ایران حکومت درې سیاسي فعالان چې د ۲۰۰۹ میلادي کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو پایلې يې چلنج کړې وې له تېرو ۶ کلونو راهیسې خپلو کورونو کې نظر بند ساتلي دي.

دا درې سیاسي مخالفین پخوانی صدراعظم میر حسین موسوي، د هغه مېرمن زهرا رهنورد او پخوانی اصلاح غوښتونکی مذهبي مشر مهدي کروبي دي.

ملګري ملتونه وايي، ایراني چارواکو رسنۍ هم تر فشار لاندې ساتلي او د مېرمن جهانګیر په خبره تر دې مهاله په ایران کې ۲۴ خبریالان، د ټولنیزو شبکو فعالان او بلاګ لیکونکي یا خو زنداني دي او یا محکوم شوي دي.

ایران کې له بشري حقونو څخه د سرغړونو په اړه د ملګرو ملتونو څارونکې اسما جهانګیر د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته دا هم ویلي چې ایران کې یوازې تېر کال ۵۳۰ کسان په دار ځړول شوي او ۱۵۶ په اعدام محکوم شوي دي.

اسما جهانګیر: ایران کې یوازې تېر کال ۵۳۰ کسان په دار ځړول شوي.
اسما جهانګیر: ایران کې یوازې تېر کال ۵۳۰ کسان په دار ځړول شوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څارونکې اسما جهانګیر پر ایران چارواکو غږ کړی دی چې په سمدستي ډول د کم عمره زندانیانو او ماشومانو اعدامول بند کړي.

ایران د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې په کلني ډول په‌کې زیات شمېر کسان په دار ځړول کېږي.

ایراني چارواکي وايي، اکثره د نشه‌يي موادو اړوند جرمونو په قضیو کې محکوم شوي کسان په اعدام محکومېږي.

ملګري ملتونه په ایران کې په کم عمرۍ کې د نجونو د ودولو په اړه هم اندېښنه څرګندوي او د ایران له حکومته غواړي چې د دې د مخنیوي لپاره بېړني ګامونه واخلي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د ایران لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې څارونکې په خپل راپور کې ویلي ایراني چارواکي له اقلیتونو سره ناوړه چلند کوي او د مذهبي توپیر له امله زیات شمېر کسان ځوروي او زندانونو ته‌يې اچوي.

XS
SM
MD
LG