نړۍ
د بخښنې سازمان: ټوله نړۍ کې د اعدام د حکمونو شمېر کم شوی
د عفوې نړیوال سازمان وايي، په پاکستان او ایران کې د اعدامونو د شمېر له کمېدو سره په ۲۰۱۶ کال کې په ټوله نړۍ کې د محکمو لهخوا د اعدام د حکمونو په شمېر کې کموالی راغلی.
خو د عفوې نړیوال سازمان امنېسټي انټرنېشنل په خپل راپور کې چې نن خپور شو، ویلي دي چې ۲۰۱۶ کال کې د اعدامونو شمېر د تېرې لسیزې د اوسط په پرتله بیا هم خورا زیات و.
په پاکستان او ایران کې تر ټولو زیات اعدامونه کېږي خو ځیني نور هېوادونه لکه چین، سعودي عربستان او عراق هم زیات کسان اعداموي.
د امنېسټي انټرنېشنل د اعدامونو د څېړنو د څانګې سلاکارې چایارا سنګیورجیو «Chiara Sangiorgio» ازادي راډیو ته وویل چې په ځینو هېوادونو کې د اعدامونو د قضیو د پټولو ویروونکې هڅې روانې دي.
د عفوې نړیوال سازمان وايي چې د دوی په شمېرو کې هغه زرګونه کسان نهدي شامل چې ویل کېږي په چین کې اعدامېږي ځکه چې په دې هېواد کې د اعدام د قضیو په باب معلومات نهخپرېږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
بیروت کې د ایران شپږ ( ډيپلوماتان) د اسراییل په برید کې وژل شوي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي ( شپږ ډيپلوماتان) یې په لبنان کې د اسراییل په بریدونو کې وژل شوي دي.
دغه وزارت د جمعې په ورځ ( د حمل یا وري ۷مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ډيپلوماتان په خپل هستوګنځای کې تر برید لاندې راغلي دي.
ایران دغه برید " په لبنان کې د ایراني ډيپلوماتانو جنایتکارانه ترور" بللی دی.
د ازادۍ راډيو ایراني څانګې راډیو فردا د ایران د دولتي رسنیو له خوا خپرو شویو انځورونو ته په اشارې لیکلي چې وژل شویو ډيپلوماتانو پوځي یونیفورم درلود.
پر ایراني ډيپلوماتانو دا برید وروسته تر هغه وشو چې لبنان د حمل په ۴مه په بیروت کې د ایراني سفیر باورلیک ومانه.
اسراییل نن پر ایران تازه بریدونه کړي، ایران هم اسراییل، سعودي او اماراتو کې زیانونه پیښ کړي
پر ایران نن سهار او تېره شپه هوایي بریدونو دوام درلود.
د ازادۍ راډیو ایراني څانګې راډیو فردا لیکلي چې سهار مهال تهران او دغه راز کرج، اصفهان او اراک ښارونه د درنو بمباریو شاهدان وو.
دغه بریدونه تر ډیره پر صنعتي تاسیساتو او کارخونو باندې شوې دي.
ایران هم تېره شپه او پرون پر اسراییل او منځني ختیځ کې پر امریکایي اهدافونو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.
یوه امریکایي چارواکي د جمعې په ورځ د سعودي عربستان په امیر سلطان پوځي اډه کې د ۱۲ امریکایي سرتیرو د ټپي کېدو خبر ورکړ.
د اسراییل په تل ابیب کې د یو تن د وژل کېدو او دوه نورو د ټپي کېدو راپور ورکړل شوی دی.
د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې هم دوه ځایه اورلګېدنه شوې چې لامل یې د ایران توغندیز بریدونه بلل شوي دي.
د جرمني صدراعظم: روانه جګړه به په ایران کې د رژیم بدلون رامینځ ته نه کړي
د جرمني صدراعظم فریدریش میرتس د جمعې په ورځ وویل چې د ایران په وړاندې د امریکا او اسرائیلو جګړه به احتمالا هلته رژیم ځکه بدل نه کړي چې دتیرې یوې میاشتې په اوږدو کې د دغې جګړې په شدت کې د کموالي هیڅ کومه نښه ونه لیدل شوه.
ښاغلي میرتس په فرانکفورت کې یوې غونډې ته په دې هکله چې ایا په ایران باندې داسرائیلو او امریکا دبریدونو واقعي هدف هلته د رژیم بدلون دی ؟ وویل : « که چیرې هدف داوي ، فکر نه کوم چې ترسره به یې کړي. » هغه په دې اړه دافغانستان جګړې ته په اشاره وویل : «په اکثرو تیرو جګړو کې ، دا کار تر ډیره په غلطۍ پرمخ تللی دی،»
میرتس زیاته کړه : «زه دایران په هکله د یوې ستراتیژۍ د شتون او د پلي کولو د بریالیتوب په هکله یې جدي شک لرم ، »
خو د جرمني صدراعظم وروسته لدې چې په ایران کې د تیرې مرغومې میاشتې ولسي اعتراضونه په شدت وځپل شول په نړیواله سطحه لومړنۍ کس وو چې ویې ویل داچې د ایران حکومت دخپلې بقا لپاره له زوره کار اخلي دایې د زوال نښه ده.
ښاغلی میرتس هغه مهال دایران دولسي اعتراضونو په هکله ویلي وو ګمان کوي چې دا د ایران د حکومت د پای ورځې او اونۍ دي.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ د G7 یا د اوو پرمختللیو اقتصادي هیوادونو بهرنیو چارو وزیرانو سره له غونډې وروسته وویل چې امریکا تمه لري چې په ایران کې به یې روان عملیات نه د څو میاشتو بلکه د څو اونیو په ترځ کې پای ته ورسیږي.
مارکو روبیو وویل چې امریکا د خپلو ځمکنيو ځواکونو له استولو پرته کولای خپل اهداف ترلاسه کړي.
سپاه پاسداران وايي، پر اسراییل او امریکايي اډو یې د توغندو او بې پېلوټه الوتکو بریدونه کړي
د ایران سپاه پاسداران په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اسراییل او په سیمه کې د امریکا د پوځي اډو پر ضد یې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو ۸۳مه څپه بشپړه کړې ده.
په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اسراییل د اشدود بندر د تېلو زېرمې او د دې هېواد د مدعین ښارګوټي یو پوځي مرکز په نخښه شوي دي، همداراز په سعودي عربستان، کویت او د سیمې په نورو هېوادونو کې د امریکايي ځواکونو څو اډې هم ویشتل شوي دي.
سپاه پاسداران ادعا کړې چې په دې بریدونو کې یې د بېلابېلو ډولونو توغندي کارولي، چې پکې د جامدو او مایعو سونتوکو لرونکي توغندي، او همداشان ډول ډول بېپیلوټه الوتکې شاملې دي.
د ایران د دې ادعا په اړه اسراییل او د سیمې هیوادونو څه نه دي ویلي.
د هرمز تنګي د خلاصون لپاره په ګډ ځواک کې ګډون ته د اماراتو چمتووالی
متحده عربي اماراتو خپل متحد واشنګټن او نورو لوېدیځو شریکانو ته خبر ورکړی چې د یوې نړیوالې ځانګړې سمندري قوې په چوکاټ کې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره ګډ کار ته چمتووالی لري.
دا خبره فایننشل ټایمز ورځپاڼې نن (جمعه) د خپلو باوري سرچینو په قول خپره کړې ده.
تر اوسه د اماراتو د دې وړاندیز نور جزییات نه دي خپاره شوي، خو له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د خلیج د سیمې ځینې هېوادونه، لکه متحده عربي امارات او سعودي عربستان، غواړي له «انفعالي» دریځه ووځي او د ایران پر وړاندې «عملي غبرګون» وښيي.
د یوې سروې موندنې ښي چې په نړۍ کې استبدادي رژیمونه په زیاتیدو او ډیموکراسي په کمزورې کیدو ده
د جرمني د برټلسمن (Bertelsmann) بنسټ د یوې نوې څیړنې موندنې ښیي چې استبدادي رژیمونه په نړۍ کې په زياتېدو دي او ډيموکراسي ورځ تربلې ترفشارلاندې ده.
دې بنسټ د ۲۰۲۶ کال د بدلون په شاخص کې چې نتیجه یې د پنجشنبې په ورځ د مارچ په ۲۶ خپره شوې، د ۱۳۷ هېوادونو وضعیت څیړلی او موندنې یې ښیي چې په اوس وخت کې ۵۶ سلنه هېوادونه د استبدادي رژیمونو له خوا اداره کیږي چې دا د شاوخوا دوه لسيزو مخکې حالت پرتله چې ډيموکراسۍ اکثريت درلود، یو په شاتګ څرګندوي.
د دغې څیړنې له مخې د قانون واکمني، سياسي ازادۍ او عادلانه سيالي په تدريجي ډول کمزورې شوي او دا بهیرد اندېښنې وړ ګڼل شوی.
د ۷۷ پيژندل شويو استبدادي رژیمونو، شاوخوا يوه برخه یې معتدل او دوه پر درېمه برخه یې “سخت استبدادي” بلل شوې چيرې چې بنسټيز حقونه په پراخه کچه له پامه غورځول شوي دي. په دې هېوادونوکې افغانستان، روسيه، چين، ايران او شمالي کوريا هم شامل دي.
دغه شاخص چې په نړۍ کې د ډیموکراسۍ، حکومتولۍ او د آزاد بازار د اقتصادونود کیفیت د ارزونې په اړه د شاوخوا ۳۰۰ کارپوهانو د نظرونو پراساس چمتوشوی، د ۲۰۲۳ کال له فبرورۍ څخه د ۲۰۲۵ کال ترجنوري پورې دوه کلنه دوره رانغاړي.
په دې شاخص کې پرمختللې صنعتي ډيموکراسۍ لکه جرمني، فرانسه، بریتانيا، جاپان او کاناډا شامل نه دي خو د امريکا په متحده ايالاتو کې د ډيموکراسۍ د کمزورې کیدو د نښو یادونه شوې ده.
متحدو ایالتونو او اسراییل تایید کړه چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د بحري ځواک قومندان یې وژلی دی
متحده ایالاتو د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د بحري ځواک د قوماندان، علي رضا تنګسيري، د وژل کېدو پخلی وکړ.
د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د پنجشنبې په ورځ په اېکس شبکه کې اعلان وکړ چې تنګسيري د اسرائیل په هوايي برید کې وژل شوی دی.
تر دې څو ساعته مخکې، د اسرائیل دفاع وزیر، اسرائیل کاتز، د پنجشنبې په ورځ اعلان کړی و چې تنګسيري د دې هېواد د پوځ په برید کې وژل شوی دی.
کاتز تنګسيري «د ماین اېښودنې عملیاتو او د هرمز تنګي د تړلو د هڅو مستقیم مسؤل» وباله او ټینګار یې وکړ چې د دې هېواد پوځ به د سپاه پاسداران نور لوړپوړي غړي هم هدف وګرځوي.
د ازادي راډیو د فرداڅانګې د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو تر اوسه دا خبر نه دی تایید کړی، خو که تهران یې تایید کړي، د علي رضا تنګسيري نوم به د هغو لسګونو لوړپوړو چارواکو او قوماندانانو په لړ کې شامل شي چې د ایران په وړاندې جګړه کې د امریکا او اسرائیل د بریدونو پر مهال وژل شوي دي.
له ناټو څخه د ولسمشر ټرمپ ګیله
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وایي، د ناټو غړیو هیوادونو د ایران د حکومت پرضد په جګړه کې هیڅ نه دې کړي.
ډونالډ ټرمپ پنجشنبه( د مارچ ۲۶ مه) په خپله خواله رسنۍ تروت سوشل کې ولیکل چې « متحد ایالتونه د ناټو هیڅ شي ته اړتیا نه لري؛ خو دا مهمه زماني مقطع به کله هم هېره نه شي».
یوشمیر اروپایي هیوادونو د تیرې اونۍ دوشنبه اعلان کړی و چې د هرمز تنګي د پرانیستو لپاره به په عملیاتو کې برخه وانخلي.
د امریکا ولسمشر له خپلو متحدانو تر دې مخکې په زغرده غوښتي و چې د هرمز تنګي د مهم مسیر د پرانیستو لپاره لاس په کار شي.
د امریکا ولسمشر ایران ته خبرداری ورکړ
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړ چې مخکې تر دې چې ناوخته شي له امریکا سره دې خبرو اترو ته جدي شي.
ډونالډ ټرمپ نن په تروت سوشل کې لیکلي چې ایراني مرکه چیان ډير متفاوته او عجیبه دي. دوی موږ ته زارۍ کوي چې روغه وکړو خو په عام ډول بیا وایي چې موږ د مذاکراتو په اړه غور کوو.
د ولسمشر ټرمپ تر دې خبرو څو ساعته مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل چې د خبرو اترو هیڅ پلان نه شته او یوازې پيغامونه تبادله شوې دي.
ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا ۱۵ مادهيي پلان رد کړ
ایران د امریکا ۱۵ مادهيي وړاندیز رد کړی او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره یې پنځه شرطونه اعلان کړي دي.
د ایران «پرس ټي وي» تلویزیون د ایران د یو جګپوړي سیاسي ـ امنیتي چارواکي په قول ویلي چې، ایران د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا وړاندیز رد کړی دی.
دغه چارواکي، چې نوم یې نه دی افشا شوی، ویلي:
«ایران به هغه وخت جګړه پای ته ورسوي چې خپله پرېکړه وکړي او هغه وخت چې شرطونه یې پوره شي.»
څو دقیقې وروسته، یو بل لوړپوړي ایراني چارواکي «رویټرز» خبري اژانس ته وویل چې د امریکا وړاندیز ته د تهران لومړنی ځواب «مثبت» نه و، خو لا هم دا وړاندیز تر ارزونې لاندې دی.
هغه زیاته کړه چې د تهران لومړنی ځواب پاکستان ته سپارل شوی، څو واشنګټن ته یې ورسوي.
تر دې مخکې «رویټرز» د یوه ایراني چارواکي له قوله راپور ورکړی و چې پاکستان د امریکا له لوري یو وړاندیز ایران ته رسولی دی. همداراز «نیویارک ټایمز» لیکلي و چې د ډونالډ ټرمپ حکومت د پاکستان له لارې ایران ته ۱۵ مادهيي پلان وړاندې کړی و.