د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

د شپږو اعدام شویو کسانو په اړه نوي جزئیات خپاره شول


شپږ تنه اعدام شوي وسله وال مخالفین
شپږ تنه اعدام شوي وسله وال مخالفین

د افغانستان حکومت د هغو شپږو کسانو په اړه چې پرون په کابل کې اعدام شول یو لړ نوي جزئیات خپاره کړي.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې په یوې خبرپاڼه کې دا شپږ کسان د طالبانو او حقاني شبکې اړوند کسان بللي دي.

د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، هغه شپږ کسان چې پرون په کابل کې اعدام شول د ترورېستي اعمالو په خاطر له محاکمې وروسته په اعدام محکوم شوي وو.

دا شپږ کسان د طالبانو او حقاني شبکې اړوند کسان وو.
دا شپږ کسان د طالبانو او حقاني شبکې اړوند کسان وو.

د ملي امنیت ادارې په یوه بیان کې د دې کسانو په اړه یو لړ نوي جزئیات خپاره کړي.

په بیان کې محمد خان چې په چاودنو، د راکټونو په توغولو او کابل ته د انتحاریانو په انتقال کې په لاس لرلو مجرم پېژندل شوی دی د حقاني شبکې غړی او پنځه نور د طالبانو کسان بلل شوي دي.

ملي امنیت وايي، دې طالبانو له بمي چاودنو نیولې د سولې د عالي شورا پر پخواني مشر برهان‎الدین رباني تر حملې پورې په بېلابېلو تروریستي فعالیتونو کې لاس درلود.

بیان زیاتوي چې حمیدالله د کوټې د شورا اړوند طالب او د کندهار لپاره د طالبانو د استخباراتو کارکوونکی و چې د رباني د وژلو لپاره یې انتحاري برید کوونکی کابل ته انتقال کړی و.

د ملي امنیت د بیان له مخې یو بل اعدام شوی خان آغا دی چې په لغمان کې د طالبانو د یوه مرکز مشر و، او د ملي امنیت ادارې د مشر پر پخواني مرستیال عبدالله لغماني د وژنې لپاره په حمله کې یې لاس درلود.

همدا راز اکمل، حجت الله، محمدخان او عثمان نور هغه طالبان بلل شوي چې چاودونې او تروریستي حملې یې ترسره کړې دي.

په ورته وخت کې په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما د افغان حکومت له‎خوا د شپږو کسانو پر اعدام خواشیني څرګنده کړې.

یوناما په یوه بیان کې ویلي چې ملګرو ملتونو پر دې کسانو د اعدام د تطبیق په برخه کې د قانوني مهلت پر له پسې غوښتنه کړې وه خو له دې سره سره دا شپږ کسان اعدام شول.

د یوناما په بیان کې چې پرون ناوخته خپور شو راغلي دي، ملګري ملتونه یادونه کوي چې د اعدامونو د نتایجو په اړه هیڅ راز پریکنده شواهد نشته او د دې درنې او سختې سزا عملي کول هم د خلکو له امنیت سره مرسته نه کوي.

یوناما د افغانستان له حکومته غوښتي چې قانوني اصلاحات چټک کړي څو پر بنسټ یې د اعدام سزا په عمري بند بدله شي.

پر دې شپږو کسانو چې په تروریستي حملو کې د ګډون په خاطر مخکې په اعدام محکوم شوي وو، د اعدام حکم پرون تطبیق شو.

د دې حکم له تطبیق وروسته طالبانو پرون خبرداری ورکړ چې د خپلو کسانو غچ به واخلي.

طالبانو خبرداری ورکړی چې د خپلو کسانو غچ به اخلي.
طالبانو خبرداری ورکړی چې د خپلو کسانو غچ به اخلي.

طالبانو په دې بیان کې چې پرون خپور شو، ویلي؛ د غچ اخیستو لپاره زرګونه طالبان چمتو دي.

په کابل کې د ملي امنیت پر یوې ادارې د تېرې میاشتې له حملې وروسته چې له شپیتو زیات کسان یې ووژل او درې نیم سوه نور یې ټپیان کړل ولسمشر اشرف غني ژمنه وکړه چې حکومت به یې د طالبانو په وړاندې سخت دریځ خپل کړي.

د بشري حقونو مدافع ډلې په افغانستان کې چې عدلي او قضايي نظام یې په فساد تورن دی د قضا په حکمونو کې د عدالت د رعایت په اړه شک لري خو د افغانستان جمهوري ریاست پرون وویل، هغه کسان چې د اعدام حکم پرې تطبیق شوی، د درې ګونو محکمو له‎خوا د عدالت معیارونو ته په پام سره په دې سزا محکوم شوي.

XS
SM
MD
LG