د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۴

سعودي د یوه افغان په شمول ۱۵ تنه په اعدام محکوم کړي


سعودي عربستان د یوه افغان په شمول ۱۵ تنه ایران ته د جاسوسۍ په جرم په اعدام محکوم کړي دي.

پر ۱۵ هغو سربېره چې ایران ته د جاسوسۍ په تور په اعدام محکوم شوي دي، ۱۵ تنه نور په ریاض کې یوې ځانګړې جنايي محکمې له شپږ میاشتو څخه تر ۲۵ کلونو پورې په بند هم محکوم کړي دي.

روېټرز خبري اژانس د سعودي رسنیو په حواله وايي، په تورنو کسانو کې ۳۰ تنه د سعودي شیعه اتباع یو ایرانی او یو افغان شامل دی.

دا کسان په ۲۰۱۳ میلادي کال کې ایران ته د جاسوسۍ په تور نیول شوي او د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې یې محاکمه پیل شوه.

راپور وايي چې محکوم شوي کسان د استېناف غوښتنه کولای شي او د اعدام پرېکړه باید د سعودي باچا تائید کړي.

د روېټرز خبري اژانس وايي، دا چې د سعودي اتباع د جاسوسۍ په جرم محاکمه شي په دې هېواد کې کم ساري دي.

له بله پلوه سعودي ایران ته د جاسوسۍ په جرم په داسې حال کې ګڼ شمېر کسان محکوموي چې د ایران او سعودي تر منځ په دې وروستیو کې اړیکې ډېرې کړکېچنې دي.

روېټرز خبري اژانس وايي، سعودي او ایران دواړه د سیمه‌ییزو قوتونو په توګه په منځني ختیځ کې د نفوذ پراخولو لپاره خپلو کې په رقابت بوخت دي.

د جنورۍ په میاشت کې سعودي عربستان په دې هېواد کې یو مشهور شیعه ملا باقر النمر چې د پولیسو په وژنه کې ښکېل بلل شوی و، اعدام کړ.

شیعه ملا باقر النمر
شیعه ملا باقر النمر

د دې شیعه ملا باقر النمر اعدام په ایران کې د سعودي پر سفارت د اعتراض کوونکو د برید لامل شو چې ورسره ریاض له تهران سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړي.

د سعودي رسنیو ویلي، په هغو کسانو کې چې ایران ته د جاسوسۍ په تور محکوم شوي دي، ډېر یې د سعودي عربستان د دفاع او کورنیو چارو د وزارتونو پخواني کارکوونکي دي.

سعودي رسنیو ویلي چې پر محکوم شویو کسانو تور دی چې د جاسوسۍ یوه کړۍ یې رامنځته کړې وه او ایران ته‌یې د سعودي حساس پوځي او امنیتي معلومات ورکړي دي.

پر دې کسانو همدارنګه تور پورې شوی چې ایران ته د دې معلوماتو په ورکولو سره‌یې د سعودي اقتصادي ګټې زیانمنې کړي او په دې هېواد کې یې ټولنیز نظم له خطر سره مخ کړی او فرقه‎یي شخړو ته‌یې لمن وهلې.

پر دوی د سعودي د قطیف په سیمه کې چې اکثریت وګړي یې شیعه مسلمانان دي د اعتراضونو د ملاتړ تور هم پورې شوی دی.

په نیول شویو کسانو کې د پوهنتون یو سپین‎ږیری استاد، د ماشومانو یو ډاکټر، یو بانکدار او دوه ملایان هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG