د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۸

طاهر: بلوچستان کې سږد ٨٣ تنو خراب شوي مړي موندل شوي


د جون شپږويشتمه په نړۍ کې د شکنجه کېدونکيو خلکو د ملاتړ نړېواله ورځ ده. د پاکستان د بشري حقونو کميسون وايي، په بلوچستان کې په زياته اندازه خلک په غير قانوني توګه شکنجه کېږي، وايي؛ د خلکو په ځورولو او شکنجه کولو کې اکثر امنيتي او استخباراتي ادارې لاس لري.

وايي، په روان کال کې په دې ايالت کې د ٨٣ تنو خراب شوي مړي موندل شوي دي.

بلوچستان د پاکستان له هغو ايالتونو څخه دى چې په بېلابېلو بڼو د خلکو بشري حقوق په کې ترپښو لاندې کېږي او له محاکمې پرته خلک په پټو توقيف ځايونو کې شکنجه کېږي.

د بشري حقونو سازمانونو په وار- وار پر دې اندېښنه څرګنده کړې، خو د خلکو د ځورولو او شکنجه کولو لړۍ نه ده تم شوې.

د پاکستان د بشري حقونو کميسون وايي، په بلوچستان کې د خلکو د ځورولو لړۍ د اوسني حکومت په تېره دوه کلنه موده کې هم هيڅ تم شوې نه ده او خلک په کې د امنيتي او استخباراتي اداروله خوا شکنجه کېږي.

په بلوچستان کې د بشري حقونود کميسون مشرطاهر حسين خان په دې اړه ازادي راډيو ته وويل:

((دلته ظلم دا دى چې ځيني ادارې خلک تښتوي، د هغوى ژوند او مرګ هم مالوم نه وي، کال- کال يې هم له ځانه سره ساتي، هرډول شکنجې ورکوي، ډوډۍ نه ورکوي، وهي ټکوي يې، بې خوبي خوب ته يې نه پرېږدي، خبروته يې نه پرېږدي، دا ټولې شکنجې په کې شاملې دي.

دا له بشري حقونو مطلق سرغړونه ده او جرم دى. د دې شمېر ډېر زيات دى.

دا شکنجې د پوليسو، د ملېشه ځواکونو او زموږ د استخباراتي ادارو او د نورو ډلو له خوا هم ورکول کېږي.))

پينځه کاله وړاندې د پاکستان حکومت د شکنجې او ځور په ضد د ملګرو ملتونو فرمان لاسليک کړى وو او د غير قانوني شکنجې د مخنيوي د قانون جوړولو ژمنه يې کړې وه، خو دغه قانون تراوسه لا هم نه دى جوړ شوى.

د بشري حقونو د کميسون مشرطاهرحسين د پاکستان له مرکزي او د بلوچستان له ايالتي حکومته غوښتنه کوي چې دغه قانون بايد ژرترژره جوړکړي چې د بې ګناه خلکو د شکنجه کولو مخه ونيول شي:

((قانون يې تراوسه جوړ نه کړ، په ملي اسمبلۍ کې يې لايحه وړاندې کړې خو قانون يې تراوسه نه دى جوړ شوى، موږټينګار پرهمدې کوو چې پينځه کاله يې دغسې ضايع کړل د خداى لپاره اوس بايد دا قانون جوړ شي او هرڅوک چې خلک شکنجه کوي هغوى دي محاکمه شي او سزا دې ورکړل شي. ځيني ادارې له قانونه هم استثنى دي، د ځينو استخباراتي ادارو، پوليسو يا ځينو نورو امنيتي ادارو خلاف څوک محکمې ته هم نه شي تلاى او نه د هغوى خلاف شکايت کولاى شي، زموږ غوښتنه همدا ده چې قانون بايد جوړ شي، عملي شي او د دغو ادارو غيرقانوني تحفظ بايد ونه شي.))

د بشري حقونو يو فعال شمس الحق مندوخېل وايي، يوې خواته د خلکود شکنجه کولو د مخنيوي قانون نه شته، بلې خواته په خلکو کې هم د تشدد د مخنيوي شعور نه شته او هرڅوک چې د هرچا له خوا وهل ټکول خوري يا شکنجه کېږي ږغ يې ترامنيتي ادارو پورې نه رسېږي او نه هم هغه پېښې رپوټ کېږي:

((پاکستان په هغو ملکو کې دى چې پرانسانانو ډېر زيات تشدد په کې کېږي، دا تشدد مختلفې بڼې لري، پرخلکو جنسي، جسماني او نفسياتي تشدد کېږي، دا تشدد ادارې [حکومتي ادارې] هم کوي، ځيني وسله وال خلک تښتوي او تشدد ورباندې کوي پيسې ځنې اخلي، زموږ په ښوونځيو کې پرماشومانو هم زيات تشدد کېږي، حکومت بايد د دې تشدد په خلاف په نصاب کې يو څپرکۍ شامل کړي.))

د بشري حقونو کميسون وايي، په روان ٢٠١٥م کال کې تراوسه پورې د بلوچستان له بېلابېلو سيمو د ٨٣ تنو خراب شوي او شکنجه شوي مړي- چې په تشدد وژل شوي وو- ترلاسه شوي دي، خو د ورکو بلوڅو د ملاتړ سازمان بيا وايي چې د بلوچستان د اوسني حکومت په دوه کلنه موده کې شاوخوا د دوه زره تنو خراب او شکنجه شوي مړي ترلاسه شوي دي.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG