د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۳

د افغان ماشومانو مرګ ژوبلې زیاتېدو په اړه د بشري حقونو اندېښنې


د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون او په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ ادارې مسؤلین وایي چې د ملکي کسانو او په ځانګړي ډول د ماشومانو تلفات په هېڅ ډول د قبول وړ نه دي.

د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون په هېواد کې، ۱۷ سلنې ته د ماشومانو د وژل کېدو د کچې لوړېدل غندي او وايي چې په جګړو کې د افغان ماشومانو وژل به ناوړه پایلې ولري.

د دغه کمېسیون ویاند بلال صدیقي د شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې د جګړې له ښکېلو خواو وغوښتل چې د جګړې پر مهال نړیوال قوانین په جدي توګه عملي کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ غوښتنه له حکومت څخه دا ده چې د دی هېواد د ټولو ښاریانو په ځانګړي ډول ماشومانو او ښځو بشري حقونو څخه په هر اړخیز ډول دفاع وکړي، ځکه دا د حکومت اساسي دنده ده او همدا شان زموږ د ټولو ښکېلو خواو نه غوښتنه دا ده چې نړیوال جګړیز او بشردوستانه قوانین رعایت او عملي کړي، ځکه چې دغه قوانین هېڅ کله هم ښکېلو خواوته اجازه نه ورکوي چې ملکي کسان په نښه کړي."

په ورته وخت کې، په افغانستان کې، د ماشومانو د ملاتړ یا سیف د چیلډرن دفتر ویاندې مریم عطايي هم د ماشومانو د تلفاتو په اړه اندېښنه وښودله او زیاته یې کړه که د ماشومانو مصونیت ته پاملرنه ونه شي افغانستان به له یو لوی ناورین سره مخ شي.

نوموړې زیاته کړه:

"که حکومت کوښښ ونه کړي چې دغه جکړې پای ته ورسېږي او د حکومت وسله وال مخالفین کوښښ ونه کړي چې ماشومان مصؤن یا خوندي شي، نو موږ به له یوې لویې فاجعې سره مخ شو، موږ ډېر ماشومان له لاسه ورکړي ماشومان د دغه هېواد راتلونکي دي."

اغلې عطايي زیاته کړه په افغانستان کې ماشومان تل د جکړې قرباني شوي او له هر اړخه یې زیان لیدلی چې دا د قبول وړ نه ده.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې، د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما ویلي چې د ۲۰۱۷ میلادي کال په لمړیو درېیو میاشت کې، ۷۱۵ ملکي کسان وژل شوي او ۱۴۶۶ نور ټپیان شوي دي، له دې ډلې څخه ۷۳۵ یې ماشومان دي چې ۲۱۰ یې وژل شوي او ۵۲۵ یې ټپیان شوي.

په افغانستان کې، د ماشومانو د ملاتړ ادارې د معلوماتو له مخي، دا شمېر د تېرکال د ورستیو درېیو میاشتو په پرتله چې په هغه کې۲۰۰ ماشومان وژل شوي او د ۵۰۰ په شااوخواکې ټپیان و د روان کال په درېیو میاشتو کې ۱۷ سلنه ډېروالی ښيي.

جګړې، ځای پر ځای شوي چاودېدونکي مواد، انتحاري حملې او وروسته ډله ییزې نښتې هغه څه دي چې په افغانستان کې، د ملکي وګړو او ماشومانو د وژل کېدو اصلي لاملونه ښودل کېږي.

د افغانستان د دفاع وزارت مسؤلین وایي، افغان امنیتي ځواکونو ته ویل شوي دي چې له وسله والو مخالفیونو سره د جګړې پرمهال د ملکي کسانو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.

دولت وزیري.
دولت وزیري.

د یاد وزارت ویاند دولت وزیري په دې اړه داسې وویل:

"د افغانستان وسله وال مخالفین د خلکو په منځ، کلیو او بانډو او په هغو ځایونو کې چې خلک ژوند کوي ځایونه نیسي او له هغوی څخه د سپر په ډول استفاده کوي، انتحار، انفجار کوي او یا هم ماینونه اېږدي دغه ټول د ملکي کسانو د تلفانو لامل کېږي، موږ په بشپړه ډول د دې مخالف یو او کوښښ کوو چې په هر ډول د ملکي تلفاتو مخه ونیسو."

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون او د ماشومانو د ملاتړ دفتر وایي، په هغه صورت کې چې افغان ماشومان وژل کېږي، ټپیان کېږي او یا هم ګواښل کېږي دا هېواد به هېڅ کله هم ونه کړای شي چې وده وکړي او د دوامداره پرمختګ شاهد اوسي.

د حکومت مسؤلین وایي چې دوی هېڅ د جګړې، ملکي تلفاتو او په ځانګړي ډول د ماشومانو د تلفاتو پلوي نه دي او ژمن دي چې د وضعیت د ښه کولو لپاره د نړیوالو بنسټونو سره په جدي ډول همکاري وکړي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG