د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۲

د افغان ملکي تلفاتو په اړه نړېوالې تبصرې


سټارس انډ سټرایپس خپرونې په یوه مطلب کې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو پر مسالې تمرکز کړی دی.

خپرونه لیکي، ملګري ملتونه وایي چې د روان میلادي کال په لومړېو درېیو میاشتو کې د تېرکال د همدې مودې په پرتله ملکي تلفات کم شوي خو د ټپیانو شمېر یې زیات شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت د جنوري له لومړۍ نېټې نه د مارچ تر۳۱ پورې د ۶۰۰ ملکیانو مړینې او د ۱۳۴۳ ټپیانو پېښې ثبت کړي دي.

دا د ملکي تلقاتو په سلو کې ۱۳کموالی خو د ټپیانو په سلو کې ۱۱زیاتوالی ښیي خو په ټوله کې بیا د روان کال په درېیو میاشتو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله دوه فیصده زیاته شوې ده.

سټارس انډ سټرایپس خپرونه لیکي، ملګرو ملتونو په دغه راپور کې چې د یکشنبې په ورځ یې خپور کړ، په تیره بیا د هغو تلفاتو پر زیاتوالي اندیښنه څرګنده کړې چې د افغان او ایتلافي ځواکونو د هوايي بریدونو په نتیجه کې رامنځ ته شوې دي.
د تېر ۲۰۱۵ کال په لومړېو درېیو میاشتو کې دغه فیصدي ۱۶ وه چې هغه د روان میلادي کال په ورته موده کې په سلو کې ۲۷ ته پورته شوې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او د یوناما د دفتر مشر نیکولاس هایسم په یوه بیان کې وویل چې که جګړې شدت هم پیدا کوي لازمه نه ده چې ورسره ملکیانو ته مرګ ژوبله هم زیاته شي بلکه د جګړې ښکیل اړخونه باید د بشر نړېوال قانون او د بشري حقونو په برخه کې خپلو مسولیتونو ته جدي پاملرنه وکړي.

هایسم وایي، بشري مسولیتونو ته د نه درناوي په نتیجه کې به په دې هېواد کې چې کافي کړیدلي، کړواونه نور هم زیات شي.

د سټارس انډ سټرایپس په لیکنه، ملګرو ملتونو په سلو کې د نژدې شپیتو ملکي مرګ ژوبلې ملامتي پردولت مخالفه وسله والو اچولې چې تېر کال دغه فیصده ۷۳ وه.

دولت پلوي ځواکونه هم د لږ تر لږه ۱۹ فیصده مرګ ژوبلې مسول بلل شوي چې په سلو کې پنځه زیاتوالی ښیي.

خپرونه لیکي، یو زیات شمېرکارپوهانو روان کال هم د جګړې فصل ته پام سره د زیات شمېر مرګ ژوبلې اټکل کړی دی.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي، په داسې حال کې چې اروپا خپلې پولې د هغو افغانانو پرمخ سختې کړي چې له خپل هېواده د جګړو یا د ناوړه اقتصادي وضعیت له امله تښتي، دغه ډله افغانان اوس په هند کې د کډوالو له کمپونو، په روسیه کې له هوایي ډګرونو او ان د کیوبا له سواحلو د تګ نوې لارې لټوي.

د واشنګټن پوسټ په وینا د سفر په پلانولو کې دغه بدلون ښایي د کډوالۍ په بحران کې د یوې نوې مرحلې د پیل نښه وي، د هغه بحران چې د نړۍ مشران یې وارخطا کړي او افغانستان هم خپله کاري قوه له لاسه ورکوي.

د واشنګټن پوست په لیکنه، هغو خطرونو ته په پام سره چې تېر کال سلګونو افغانانو اروپا ته په لارو کې لیدلي، اوس ډیرۍ افغانان له خوندي لارو کار اخلي.

د کابل په تر ټولو لوی مارکیټ کې د تمین عمرزی په نوم د ټراول ایجینسۍ یوه کار کوونکي واشنګټن پوسټ ته ویلي چې اوس خلک ډیرو خطرونو ته زړه نه ښه کوي او غواړي چې په پاسپورټ سفر وکړي او بیرته هېوادته راستانه نه شي.

د واشنګټن پوسټ په وینا په تېرو دوو میاشتو کې په کابل کې د افغانانو دې غوښتنې چې غواړي کیوبا ته لاړ شي، د ټراول ایجنسۍ کارکوونکي حیران کړي دي.

دوی وایي، دفترونو ته یې ډیر افغانان ورغلي چې په پاسپورټونو کې یې د کیوبا ویزې لګیدلي چې ګومان کیږي هغه به یې په ایران کې په رسمي ډول یا هم په تور بازار کې اخیستې وې.

د سلیمان سعیدي په نوم د ټراول ایجنسۍ یوه بل کارکوونکي وویل، دفتر ته یې د جنوري له میاشتې راهیسې لس، پنځلس کسان ورغلي او کیوبا ته یې د ټکت اخیستو غوښتنه کړې ده.

هغه وایي، دغه کسان نه غواړي چې هلته پاتې شي بلکه انتخاب یې وړاندې تګ دی، غواړي مکسیکو ته لاړ شي چې له هغه ځایه بیا ځان امریکا یا هم کاناډا ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG