د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

مسکو به اپرېل میاشت کې د افغان سولې په اړه د کنفرانس کوربه وي


د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار وايي، د اپرېل میاشت کې به مسکو د افغانستان په اړه د خبرو لپاره د ۱۲ هېوادونو د استازو کوربه وي.

محمد حنیف اتمر ټینګار وکړ چې په دې غونډه کې د دولتونو تر منځ خبرې کېږي او د طالبانو ګډون مطرح نه‌دی.

هغه پرون شنبه له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې په دې غونډه کې د وسله‌والو طالبانو له ګډون سره‌یې هېڅ موافقه نه‌ده کړې.

حنیف اتمر زیاته کړه:

"موږ هېڅ‌کله موافقه نه‌ده کړې چې طالبان هم دې کنفرانس ته چې روسانو رابللی، راوغوښتل شي، برعکس، موږ دې کنفرانس ته چې ۱۲ هېوادونه ورته راځي سخت استقبال وکړ چې دا کنفرانس باید د منطقې او زموږ د بین‌المللي همکارانو تر منځ وي او د افغانستان د سولې، بیاودانولو او امنیت د ټینګښت په اړه خبرې په‌کې وکړي، موږ د روسانو د دې اقدام حمایت وکړ."

د روسیې خبري اژانس ایترتاس، پرون د ښاغلي اتمر په حواله وویل چې کابل په عمومي ډول په مسکو کې په دې کنفرانس کې د وسله‌والو طالبانو د استازو پر ګډون له بحث سره موافق دی.

خو ښاغلي اتمر له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې داسې هېڅ ډول موافقه‌یې نه‌ده کړې او ټینګار یې وکړ چې د روسیې حکومت طالبان د یوې ترورېستي ډلې په توګه پېژني.

هغه زیاته کړه چې مسکو ډاډ ورکړی چې له طالبانو سره تماسونه‌يې یوازې د افغانستان له حکومت سره د سولې مذاکرو ته د طالبانو هڅول وو.

روسانو همداراز ویلي، د سولې مذاکرو ته د افغانستان حکومت پر شرایطو یې تل ټینګار کړی دی.

حنیف اتمر زیاته کړه:

"کومه مسئله چې ډېره مهمه وه دا وه چې روسانو موږ ته مطلق ډاډ راکړ چې د دوی رابطه له طالبانو سره صرف یو تماس دی او دا تماس د سولې په خاطر دی، روسانو اطمینان راکړ چې هېڅ ډول کمک طالبانو ته نه‌ورکوي ځکه د دوی په باور د افغانستان دولت یو مشروع دولت دی او د دې دولت پر ضد هر نظامي اقدام غیر مشروع دی، هغوی وویل چې طالبان د رئیس جمهور پوتین د فرمان پر اساس، یوه ترورېستي ډله شمېرل کېږي نو روسیې د ولسمشر پوتین د تقنیني فرمان پر اساس، طالبانو ته په خپل قانون کې د ترورېستي عنوان ورکړی دی، دوی وویل چې له ترورېستانو سره کمک نه‌کوو بلکې یوازې دا خبره کوو چې که دوی د افغانستان له دولته سره سوله غواړي، موږ يې تشویقوو."

د روسیې خبري اژانس ایترتاس وايي، د مسکو غونډې ته له امریکا هم چې د افغانستان نېږدې ستراتيژیک ملګری دی، د ګډون غوښتنه شوې ده.

ایترتاس وايي، دا غونډه د اپرېل په څوارلسمه جوړېږي چې د منځنۍ اسیا هېوادونه به هم په‌کې وي.

د امریکا متحده ایالاتو لا په دې غونډه کې د ګډون خبره نه‌ده کړې.

د افغانستان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار وايي چې روسیه په سیمه کې مهم هېواد دی او په سیمه‌ییز سیاست کې د روسیې رول له پامه نه‌شي غورځولی.

XS
SM
MD
LG