د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۱

اتمر: سولې ته د طالبانو د تشویق په اړه د روسيي د هڅو هرکلی کوو


د افغانستان د ملي امنيت سلاکار له خپل روسي سيال سره د لیدو پرمهال ويلي چې افغانستان د روسیې د هغو هڅو هرکلی کوي چې هدف يې د افغان دولت سره د سولې مذاکراتو ته د وسله والو مخالفينو هڅول دي.

د افغانستان د ملي امنيت شورا د اعلاميې له مخې، محمدحنيف اتمر نن په روسيه کې د نيکولای پيتروشوف سره خبرې وکړې.

ښاغلي پيتروشوف زیاته کړه چې له طالبانو سره د روسيې وروستي تماسونه د دې ډلې د هڅولو په خاطر وو چې له افغان حکومت سره د سولې پروسه کې يوځای شي.

د افغانستان د ملي امنيت شورا اعلاميه کې راغلي چې ښاغلي اتمر ویلي، افغانستان، روسيه سيمه کې خپل مهم ملاتړی ګڼي.

د ده په وينا افغانستان د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو برخه کې د مرستې، په افغانستان کې د سولې او ثبات، د مخدره موادو او ترورېزم پرضد د مبارزې برخه کې د روسیې هر اړخېزې همکارۍ ته اړتيا لري.

ښاغلی اتمر پرون مسکو ته ولاړ.

تر دې مخکې مسکو تائيد کړې چې د داعش ډلې پرضد د مبارزې لپاره يې له طالبانو سره تماسونه نيولي دي.

مخکې افغان او امريکايي چارواکو د مسکو او طالبانو پر اړيکو انتقاد کړی دی.

افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جان نيکلسن
افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جان نيکلسن

افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جان نيکلسن تيره هجري شمسي مياشت وويل:

"د بهرنیو لوبغاړو د نفوذ په ځانګړې توګه د پاکستان، روسیې او ايران هغه هڅو په اړه اندېښمن دی چې د یوه باثباته افغانستان جوړولو لپاره د افغان حکومت د هڅو تر پوښتنې لاندې راوستلو په خاطر د طالبانو ملاتړ او دغې ډلې ته مشروعيت ورکولو ته دوام ورکوي."

جنرال نيکلسن دغه خبرې د امريکا د سنا د نظامي خدماتو کمېټې په غونډه کې وکړې چې د افغانستان د وضعيت په اړه جوړه شوې وه.

XS
SM
MD
LG