د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۷

اتمر سره د روسي چارواکو د بحث اساسي برخه: تُندلارۍ، د کوکنارو کښت


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر چې په مسکو کې دی تمه کېږي نن د روسیې له لوړپوړو چارواکو سره وګوري.

ظاهراً د افغانستان د ملي امنیت سلاکار او روسي چارواکو ترمنځ د بحث اساسي برخه د تُندلارۍ، د کوکنارو د کښت او د نشه‎یي موادو د قاچاق پر وړاندې مبارزه ده.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې ښاغلی اتمر نن له خپل روسي سیال نیکولای پیتروشیف او د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره ګوري.

مسکو تېره میاشت د یوې شپږ اړخېزې غونډې کوربه و چې په‎کې د افغانستان د سولې په اړه بحث وشو.

په‎دې غونډه کې د افغانستان، پاکستان، چېن، ایران، هند او روسیې استازي شامل وو.

تر دې وړاندې مسکو منلې وه چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش سره د مبارزې په هدف یې له طالبانو سره مخامخ اړیکې نیولي دي.

که څه هم کابل هغه مهال د مسکو او طالبانو ترمنځ پر اړیکې انتقاد وکړ، خو اوس د کابل اداره خوشبینه ده چې روسیه وکولای شي د سولې خبرو ته د طالبانو په هڅولو کې رول ولوبوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تواب غوځنګ وایي، روسیې له طالبانو ځانګړې غوښتنې مطرح کړي چې کابل یې هرکلی وکړ.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تواب غوځنګ
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تواب غوځنګ

نوموړی وايي:

"د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې یوه اعلامیه خپره کړه او ویې ویل چې له طالبانو سره اړیکه یې د افغانستان د سولې او ثبات د راوستلو لپاره وه او له هغوی یې وغوښتل چې څلور عمده اصله ومني:

لومړی: د افغانستان اساسي قانون ومني.

دوهم : له تروریستي کړنو لاس واخلي.

درېیم: د افغانانو ترمنځ د سولې په خبرو باور پیدا کړي.

څلورم: له تروریستي ډلو سره اړیکې پرې کړي."

مسکو ته د ښاغلي اتمر له سفر سره هم‎مهاله د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره مرستې ته اماده دی.

پوتین مسکو کې د افغانستان د نوي سفیر د باور لیک د منلو په ترڅ کې وویل چې روسیه حاضره ده د ترورېزم او نشه‎یي موادو په له‎منځه وړلو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

روسیه له افغانستانه اروپا ته د مخدره موادو د قاچاق تر ټولو عمده لاره ګڼل کېږي.

روسیې وړاندې د منځني اسیا هېوادونو ته د افغانستان د ناامنیو د غځېدو له کبله اندیښنه ښودلې وه.

XS
SM
MD
LG