د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۰

شريف: له رنګ، سيمې او نسل پرته به ترهګري له منځه وړو


د پاکستان صدراعظم نواز شريف پرون د خپل هېواد له پوځي او استخباراتي مشرانو سره په يوه غونډه کې پرېکړه کړې چې له رنګ، سيمې او نسل پرته به د ترهګرو پر ضد اقدام کوي او ردالفساد عمليات به يې تر هغه وخته دوام ولري چې ترهګري يې په بشپړه توګه ختمه کړې نه وي.

شريف ويلي چې پوځي او استخباراتي مشران يې د ترهګرۍ پر له منځه وړلو ورسره همږغې دي.

د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د صدراعظم نوازشريف په مشرۍ په يوه غونډه کې د دوې اوونۍ مخکې پيل شويو ردالفساد عملياتو تر لاسه شويو نتايجو ته کتنه وشوه چې د پوځ لوى درستيز جنرال قمر جاويد باجوه او د استخباراتي ادارې «اى. ايس. اى» مشر ډګر جنرال نويد مختار او نورو حکومتي چارواکو پکې ګډون کړى وو.

قمر جاوید باجوه.
قمر جاوید باجوه.

په غونډه کې حکومتي، پوځي او استخباراتي مشرانو ګډ هوډ څرګند کړ چې د ترهګرو او مذهبي افراطيانو په ضد عمليات به يې دوام ولري، خو وايي د ترهګرۍ د ځپلو د تګلارې لپاره په هېواد کې د ټولو سياسي، حکومتي، استخباراتي او پوځي چارواکو همغږۍ ته اړتيا ده.

د صدراعظم له دفتره په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې صدراعظم نواز شريف په دې غونډه کې د خپل هېواد له پوځي او استخباراتي مشرانو سره په ګډه پرېکړه کړې چې د ترهګرو په ضد به بېسارى اقدام کوي او ردالفساد عمليات به يې تر هغه وخته دوام ولري چې ترهګري يې په بشپړه توګه ځپلې نه وي.

صدراعظم نوازشريف ويلي چې پوځي او استخباراتي مشران يې د ترهګرۍ پر له منځه وړلو ورسره همغږي دي او ولس يې هم نور له ترهګرۍ ستړى شوى او غواړي چې له دې ناسوره د خلاسون ډاډ تر لاسه کړي.

ښاغلى شريف زياتوي چې "پاکستان د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې ډېرې قربانۍ ورکړې دي، دا مو کلک هوډ او فرض دى چې له رنګ، سيمه ييز او نسلي توپيره پرته به د ترهګرۍ په ضد جګړې ته دوام ورکوو."

د پاکستان د داخله چارو پخوانى سيکرتر تسنيم نوراني وايي، سره له دې چې په پاکستان کې لس لوى عمليات شوي، خو وايي ترهګري لا هم د دې هېواد لپاره لوى چېلنج دى او د له منځه وړلو لپاره يې د ملکي او پوځي چارواکو تر منځ بشپړې همغږۍ ته اړتيا ده:

​"له ٢٠٠٢میلادي کاله تر اوسه يوولس عمليات شوي او هغه د ځانګړيو سيمو لپاره وو، کله په باجوړ، کله په جنوبي او شمالي وزيرستان او کله په سوات کې وو، خو دا لومړى ځل دى چې په ټول هېواد کې د ردالفساد په نامه عمليات پيل شوي دي، له دې څرګندېږي چې ستونزه ډېره جدي ده او زه خوشاله يم چې صدراعظم د دې کار مشري او مسؤليت پر غاړه اخيستى، ځکه زه فکر کوم د ده له مسؤليت پرته دا عمليات نه شي بريالي کېداى.​"

دا په داسې حال کې ده چې تېره مياشت په پاکستان کې د ترهګرۍ تر بېلابېلو حملو وروسته- چې شااوخوا ١٢٠ تنه پکې و وژل شول او سلګونه نور پکې ټپيان شول- پاکستاني پوځ په ټول هېواد کې د «ردالفساد» په نامه د پوځي عملياتو د پيلولو اعلان وکړ چې تر ډېره په ښاري سيمو کې کېږي.

دا ځل دغه عمليات په پنجاب ايالت کې هم د رېنجر ځواک له خوا کېږي چې تر اوسه پکې د سلګونه مشکوکو کسانو د نيول کېدو ادعا شوې ده.

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG