د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

د ټولنیز عدالت مدني بنسټ د ۲۰۱۷ کال پسرلی امنیت، ګواښونکی بولي


پسرلی د نړۍ په نور هېوادونو کې د هیلو او خوشحالي موسم ګڼل کېږي خو افغانستان کې بیا په‎کې د جګړې اور بل وي او په دغه موسم کې جګړه له افغانانو ډېره قرباني اخلي.

روانې ناامنۍ او ژمي کې د وسله‎والو مخالفینو له لوري د ځينو ولسوالیو سقوط د مدني ټولنو او عامو خلکو اندیښنې زیاتې کړي.

یو شمېر مدني فعالانو د جمعې په ورځ کابل کې د یوه خبري ناستې په ترڅ کې له روان امنیتي وضعیته اندیښنه وښودله او له حکومت یې وغوښتل چې د را روان پسرلي لپاره پوره چمتوالی ونیسي.

د ټولنیزعدالت په نوم د مدني بنسټ غړی مصطفی اریا په دغه ناسته کې وویل:

"موږ افغانستان له مدریتي ضعف او امنیتي برخه کې د سټراټیژۍ له نشتون سره مخ یو او له بده مرغه چې راتلونکې پسرلی به د تېرو کلونو په پرتله ګواښونکې وي، ځکه وسله‎والو طالبانو ژمي کې خپل عملیات پیل کړي."

د ټولنیز عدالت په نوم دغه مدني بنسټ سیمه کې د پاکستان، ایران، چین او روسیې له‎خوا جوړ شوي ائتلاف د افغانستان لپاره خطرناک ګڼي او وايي چې حکومت باید د ترورېزم سره د مبارزې د مدریت لپاره د دغه هېواد د متحدینو لازیات ملاتړ جلب کړي.

دغه اندیښنې داسې مهال دي چې له دې مخکې د ملي شورا یو شمېر وکیلانو هلمند، ارزګان او یو شمېر نورو ولایتونو کې د بد امنیتي وضعیت په اړه اندیښنه ښودلې وه او تازه د بغلان ولایت د تاله و برفک ولسوالۍ سقوط دغه اندیښنې زیاتې کړي دي.

خو د افغانستان دفاع وزارت وايي، د وسله‎والو مخالفینو له‎خوا د یوه ولسوالۍ مؤقتي سقوط د افغان ځواکونو د ضعف په معنی نه‎ده.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل، افغان ځواکونه په روان کال کې ښه روزل شوي، تجهیز شوي او چمتو دي چې د وسله‎والو مخالفانو هر ډول بریدونه شنډ کړي.

وزیري: هیله لرم چې پسرلي کې جګړه ونه‎شي
وزیري: هیله لرم چې پسرلي کې جګړه ونه‎شي

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"هیله لرم چې پسرلي کې جګړه ونه‎شي، خو که دوام پیدا کړي او وسله‎وال مخالفین جګړې ته دوام ورکړي افغان ځواکونه پورته چمتو دي چې له خپل هېواده دفاع وکړي او خپل ولایتونونه او ولسوالۍ وساتي."

د ټولنیز عدالت په نوم دغه مدني بنسټ د افغان ځواکونو مدریتي ضعف ته په اشارې سره وايي، که امنیتي بنسټونو کې اصلاحات رانه وستل شي ناامنۍ به لا زور واخلي.

په ورته وخت کې د دغه بنسټ مسؤلین د حکومت د مشرانو ترمنځ ته شته اختلافاتو پر هواري ټینګار کوي او له حکومته غواړي چې د سیمه ییزو او نړیوالو سیالیو څخه ګټه پورته کړي.

راپور: عبادالله حنان زی

XS
SM
MD
LG