د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

ټایمز اف انډیا: پاکستان رد الفساد عملیاتو کې ۲۰۰ زیات ځایونه پلټلي


د بشري حقونو د څارنې سازمان یا Human Rights Watch په بریتانیا کې د هغو افغان پناه غوښتونکو په اړه چې ډېر زیانمنونکي دي، یوه لیکنه خپره کړې.

د دې سازمان د افغانستان د برخې څیړونکې پاتریشیا ګاسمن لیکي:

په افغانستان کې که هر څوک په ښکاره ووايي چې همجنسباز یا نرښځۍ دی یا دواړو لورو ته جنسي تمایل لري، د زورولو او شکنجې او ان د مرګ له خطر سره مخامخ کیږي.

خوله دې سره-سره په بریتانیا کې د افغان پناه غوښتونکو یو شمېر مدافع وکیلانو دغه د بشري حقونو څارونکي سازمان ته ویلي چې دوی ځان ډېر تر فشار لاندې احساسوي ځکه د بریتانیا د مهاجرت د ادارې چارواکي لېواله نه‎دي چې د غه تر ټولو زیانمنونکي پناه غوښتونکي ومني.

د مېرمن ګاسمن په لیکنه عجیبه خو لا دا ده چې په هغه لارښود کې چې د روان میلادي کال په جنوري کې د بریتانیا د مهاجرت ادارې خپور کړی دې ته اشاره شوې چې هر هغه کس چې د جنسي تمایلاتو په اساس د پناه غوښتنه کوي او وایي چې همجنسباز دی، که کابل ته له بېرته استولو سره سم په ښکاره د پاملرنې وړنه ګرځي او د خلکو غصه نه راپاروي، د ځورولو له خطرسره نه مخامخ کېږي او د دې لپاره چې یو همجنسباز د سزا مخه ونیسي او ځان امن احساس کړي غوره به ورته دا وي چې کابل ته د بېرته استولو سره سم خپل جنسي تمایلات پټ کړي.

د بشري حقونو د څارنې د سازمان په لیکنه په افغانستان کې له واده پرته هر ډول جنسي اړیکې ته د پنځو نه تر پنځلسو کلونو پورې د بند سزا ټاکل شوې ده.

د افغانستان د قانون له مخې چې پر شریعت ولاړ دی واده یوازې د نر او ښځې ترمنځ تعریف شوی او له دې پرته د جنسي اړیکو ترسره کوونکو ته د اعدام سزا هم ورکول کیدای شي.

ټایمز اف انډیا:

ټایمز اف انډیا ورځپاڼه په پاکستان کې د ترورېزم په وړاندې د روانو پوځي عملیاتو په اړه په یوه مطلب کې لیکي:

د پاکستان ځانګړو ځواکونو په پنجاب ایالت کې د رد الفساد په نوم د پوځي عملیاتو په ترڅ کې له ۲۰۰ زیات ځایونه پلټلي، څلور ترهګر یې وژلي او ۶۰۰ مشکوک ترهګریې نیولي دي.

د ورځپاڼې په لیکنه پاکستان دغه عملیات په دې هېواد کې د وروستیو ځان‎وژونکو حملو وروسته چې له ۱۲۵ زیات کسان په‎کې ووژل شول په دې هدف پیل کړي چې ترهګرو ځپي او د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې خپلې لاس ته راوړنې خوندې کړي.

د ټایمز اف انډیا په وینا د دې عملیاتو مهم اړخ دا دی چې د لومړي ځل لپاره په پنجاب ایالت کې رینجرز ځواکونو په‎کې ګډون کړی دی.

دغو ځواکونو د عملیاتو په جریان کې مشکوک کورونه، دیني مدرسې او دوکانونه پلټلي چې د ځینو سرچینو په وینا په‎کې د جماعت الحرار د ډلې یو شمېر هغه مشکوک غړي هم نیول شوي چې په وروستیو تروریستي حملو کې د لاس لرلو شک پرې کېږي.

د پاکستان پوځ دغه راز ویلي چې په نیول شویو کسانو کې یو شمېر افغانان هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG