د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

ازاد: پاکستان کې د افغان کډوالو ځورول د ۳ اړخیزې هوکړې خلاف دی


وروسته له هغې چې بیا پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو راپورونه خپاره شول د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د پولیسو دا عمل د درې اړخیزې موافقت‎نامی خلاف بولي.

د دې وزارت چارواکي وایي چې د افغان حکومت، پاکستان او "یو. اېن. اېچ. سي. ار" تر منځ په دې اړه له مخکې نه درې اړخیزه توافق‎نامه موجوده ده.

د دغه وزارت مرستیال ویاند خیرالله ازاد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، پاکستان باید هغه ژمنې عملي کړي چې په دې توافق‎نامه کې یې کړي دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند خیرالله ازاد
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند خیرالله ازاد

نوموړی وايي:

"د پاکستان حکومت هغه ژمنې چې له افغان حکومت او نړیوالو سره‌یې د افغان کډوالو په اړه کړي باید عملي کړي او د نړیوالو کنوانیسنونو له مخې ورسره چلند وکړي له کډوالو د وسیلې په توګه استفاده ونه‎کړي او زموږ غوښتنه دا ده چې پاکستان باید له افغان کډوالو سره انساني برخورد وکړي."

نېږدې درې اوونۍ وړاندې اسلام‎اباد کې د افغان حکومت، پاکستان او "یو. اېن. اېچ. سي. ار" تر منځ درې اړخیز تړون لاسلیک شو چې له مخې به‌یې افغان کډوال په پاکستان کې نه‌ځورول کېږي او نه به هم په زوره له دغه هېواده ایستلو ته اړ کېږي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي چې له تېرو درې ورځو راهیسې د پاکستان د پنجاب ایالت په راولپنډۍ ښار کې ۱۲۰ افغان کډوال پولیسو نیولي چې یو شمېر یې د افغان سفارت په مرسته بېرته ازاد شوي.

د پاکستان ډان نیوز ورځپاڼې راپور ورکوي چې د پاکستان سند کې هم د پولیسو عمومي قوماندان اعلان کړی چې ټول ایالت کې یې د افغان کډوالو پر ضد عملیات پيل کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې د کډوالو چارو کمېسیون د پاکستان دا اقدام غندي او له افغان حکومته غواړي چې په دې اړه نړیوالې ټولنې ته شکایت وکړي.

د دغه کمېسیون غړي محمد نذیر احمدزي ازادي راډیو ته وویل چې افغان حکومت دې له خپلو امکاناتو سره برابر په خپله خوښه د افغان کډوالو د راستنولو چارې چټکې کړي.

محمد نذیر احمدزی
محمد نذیر احمدزی

ښاغلي احمدزي زیاته کړه:

"له افغان حکومته مو تمه دا ده چې له امکاناتو سره سم د افغان کډوالو د راستنېدو زمینه برابره کړي، که دا مسئله د افغان حکومت له توانه اوچته وي، بیا دې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ځورولو موضوع له نړیوالې ټولنې سره شریکه کړي."

ښاغلی احمدزی زیاتوي اوس چې په پاکستان کې له افغان کډوالو سره کوم چلند کېږي، د مهاجرت له ټولو منل شویو نړیوالو قوانینو او د ګاونډیتوب له اصولو څخه څرګنده سرغړونه ده.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي چې له اړوندو نړیوالو مرستندویو مؤسسو سره په ګډه په خپله خوښه د افغان کډوالو د راستنېدو لپاره چمتووالی نیولی.

بل‎خوا راستانه شوي یو شمېر افغان کډوال وايي روانې ناامنۍ، د سرپنا او کار نشتوالی، د ځمکو غصب، ښوونځیو او روغتیايي چارو ته په سمه توګه نه‎لاسرسی دوی ته ډېرې ستونزې جوړې کړي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG