د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۳

شهیم: افغانستان د ترورېزم ملاتړی نه بلکې قرباني یې دی


د افغانستان دفاع وزارت وایي، هره ورځ په دې هېواد کې له څلوېښتو تر پنځوسو تروریستي حملې کېږي او قرباني یې افغانان دي.

د ملي اردو لوی درستیز وايي، افغانستان د ترورېزم ملاتړی نه بلکې قرباني دی.

جنرال قدم شاه شهیم د شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له امنیتي مرستیال سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې افغان امنیتي ځواکونو د ترورېزم پرضد ټینګه مبارزه کړې او په دې برخه کې یې هلې ځلې دوام لري.

شهیم: افغان ځواکونو د ترورېزم په وړاندې سخته مبارزه کړې.
شهیم: افغان ځواکونو د ترورېزم په وړاندې سخته مبارزه کړې.

نوموړي زیاته کړه:

"هره ورځ په افغانستان کې څه باندې څلوېښت تر پنځوسو پورې تروریستي حملې د افغانستان د دښمنانو، نړیوال ترورېزم او جنایت کوونکو شبکو لخوا د دې هېواد په ټولو برخو کې تر سره کېږي، له بده مرغه قرباني افغانان ورکوي، افغانستان د ترورېزم قرباني دي نه ملاتړي یې او خلک د ترورېزم ملاتړي پېژني."

ښاغلي شهیم د پاکستان لخوا افغان لوري ته د یو شمېر تروریستانو د لېست سپارلو په اړه وویل چې دا لېست به دوی ارزیابي کړي، خو دا یې هم څرګنده کړه چې پاکستان هم باید د افغان حکومت لخوا د سپارل شویو لېستونو په اړه اقدام وکړي.

پاکستان په سند ایالت کې د تازه انتحاري حملې نه وروسته افغان حکومت ته د شپږ اویا تنو تروریستانو لېست سپارلی او ویلي یې دي چې دا کسان باید هغوی ته وسپارل شي.

تر دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت سلا کار محمد حنیف اتمر هم ازادي راډیو ته ویلي چې افغان حکومت د پاکستان لخوا پر سپارل شوي لېست غور کوي او پاکستان دې هم د افغان حکومت د ور سپارل شویو لېستونو په اړه اقدامات وکړي.

په عین حال کې افغان امنیتي چارواکي وایي چې د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې د وسله والو مخالفینو پرضد عملیات روان دي او په ننګرهار کې داعش ډلې ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال عبدالرحمان رحمان په دې اړه وویل چې د داعش ګڼ شمېر مهم قوماندانان هم وژل شوي دي.

جنرال عبدالرحمان رحمان.
جنرال عبدالرحمان رحمان.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ټولو تروریستي ډلو په مقابل کې که داخلي دي، که سیمه ییز او یاهم نړیوالې ډلې مبارزه کوي او د هغوی د له منځه وړلو هوډ یې کړی، د هغې پالیسۍ له مخې چې دوه کاله وړاندې د ټولو تروریستي ډلو پرضد په ځانګړي توګه د داعش پر وړاندې جوړه شوې هغو هغه ضربات چې ورته اشاره وشوه لیدلي دي."

ده ټینګار وکړ چې افغان امنیتي ځواکونه له توپیر پرته د ټولو تروریستي ډلو پرضد یو ډول عمل کړی او له دې وروسته یې هم کوي.

افغان حکومت تل ویلي چې د تروریستانو مرکزونو له دې هېواده بهر په پاکستان کې دي او افغانان د ترورېزم قرباني شوي دي.

خو پاکستان تل دا خبره رد کړې او ویلي یې دي چې د تروریستانو پرضد یې د پام وړ اقدامات کړي.

خو یو څه چې روښانه ده هغه دا چې نړیوالو په تېره امریکایي چارواکو په دې وروستیو کی څرګنده کړې چې تروریستان له پاکستان څخه افغانستان ته راځي او دلته تروریستي او تخریبي فعالیتونه ترسره کوي.

راپور: نسیم شفق

XS
SM
MD
LG