د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۳

سرخط: پاکسان وکرل او ویې رېبل


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل ډېر مطالب او تبصرې په پاکستاني کې وروستیو حملو او په دې اړه بېلا بېلو نظرونو ته ځانګړي کړي دي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې پوښتنه کړې چې په پاکستان کې د وروستیو بریدونو مسؤل څوک دی؟

د سرمقالې لیکوال ویلي چې ښایي په پاکستان کې د دې بریدونو ترشا خپله د دې هېواد د پوځ او استخباراتو لاس وي ترڅو ځان له نړیوالو فشارونو څخه خلاص کړي.

د سرمقالې په اخره برخه کې راغلي که چېرې د دې بریدونو ترشا د پاکستان لاس نه وي نو لازمه ده چې دا هېواد د ترهګرۍ پرضد رښتینې مبارزه وکړي او دا کار د سرمقاله لیکونکي په خبره افغانستان او پاکستان خوندي کولای شي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې هم خپله سرمقاله همدې موضوع ته ځانګړې کړې او لیکلي یی دي چې پاکسان وکرل او ویې رېبل.

په سرمقاله کې راغلي چې په پنځو وروستیو ورځو کې په پاکستان کې اووه انتحاري حملې وشوې او درانه تلفات یې رامنځ ته کړل.

سرمقاله لیکونکی وایي چې د دې حملو نه وروسته پاکستان د تورخم او چمن دروازې وتړلې او د افغانانو تګ راتګ یې بند کړ.

خو سرمقاله لیکونکی وایي، پاکستان هغه څه چې کرلي ویې رېبل او له ترورېزم څخه د دې هېواد د ملاتړ سیاست به پاکستان نورهم د نړیوالو له پامه وغورځوي.

چراغ:

چراغ ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي چې په سند کې له وروستې خونړې حملې وروسته پاکستان ویلي چې افغانستان باید شپږ اویا پټ شوي تروریستان هغه هېواد ته وسپاري.

په مطلب کې ویل شوي چې د سند ایالت د وروستۍ حملې مسؤلیت داعش ډلې منلی خو د پاکستان پوځ په غیر معمول ډول افغان ډپلوماټان وربللي او سربېره پردې د چمن او تورخم دروازې یې هم تړلي دي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې په یوه مطلب کې د څېړونکو په حواله لیکلي چې د پاکستان وروستۍ حملې د دې هېواد خپلو سازمانونو کړي دي.

په مطلب کې راغلي چې دا حملې پاکستانیو سازمانونو وروسته له هغې کړي چې نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه امریکا دې نتیجې ته ورسیده چې پاکستان د سیمې په ترهګریزو فعالیتونو کې په مستقیم ډول لاس لري.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د پاکستان د عومي نېشتل پارټې د مشر له قوله لیکلي چې د پاکستان لخوا له افغانستان سره د لارو تړل د پاکستان د پالیسۍ کمزوري ښیي.

په مطلب کې د افغانستان د ملي امنیت د پخواني رئیس رحمت الله نبیل لخوا په پاکستان کې وروستۍ حملې تاکتیکي بلل شوي دي.

نسیم شفق.

XS
SM
MD
LG