د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

مونشن غونډه کې د افغان مشرانو له ګډون څخه هدف څه دی؟


پاکستان په سند ایالت کې له درنې چاودنې وروسته ادعا کړې چې وسله وال د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي.

خو د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر وايي، دوی هېڅ چا ته اجازه نه ورکوي چې د ګاونډیو پر ضد د افغانستان خاوره وکاروي.

خو په پاکستان هغه کسان ښکاره فعالیتونه لري چې د افغانانو د عامه وژني مسؤل دي.

ښاغلي اتمر ازادي راډیو ته په یوې ځانګړې مرکې کې وویل، له خپل پاکستاني سیال سرتاج عزیز سره یې خبري کړي او له هغې یې غوښتي چې د افغانستان سره پر یو داسې شریک میکانیزم موافقې ته ورسېږي چې له مخې یې په سیمه کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې دواړه لورې صادقانه همکاري وکړي.

په عین حال کې ټاکل شوې چې د شنبې په ورځ افغان ولسمشر د مونشن په امنیتي کانفرانس کې د امریکا د نوي مرستیال ولسمشر مایک پینس سره وګوري.

اجمل اند پر دې دواړو مسئلو د افغانستان د ملي امنیت شورا له سلاکار محمد حنیف اتمر سره مرکه کړې:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:08:23 0:00


XS
SM
MD
LG