د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۲۰

یو شمېر افغان سیاسیون: حکومت خپل مشروعیت له لاسه ورکړی


د افغانستان د نوي ملي جبهې رئیس انوارالحق احدي
د افغانستان د نوي ملي جبهې رئیس انوارالحق احدي

یو شمېر افغان سیاسي څېرې په دې باور دي چې د افغان حکومت په شمول ځينې نور دولتي بنسټونه له قانوني او حقوقي پلوه مشروعیت نه لري.

دوی وايي چې د تېرو دوو کلونو په پرتله ډیموکراسي دا وخت په بد وضعیت کې ده او د هېواد اجرائیه او قضایه قواو هم خپل مشروعیت له لاسه ورکړی دی.

د افغانستان د نوي ملي جبهې رئیس انوارالحق احدي د شنبې په ورځ په کابل کې د روښنايې غورځنګ په یوه غونډه کې د قانون له اړخه د حکومت پر نه مشروعیت انتقاد وکړ.

نوموړي زیاته کړه:

"یو وخت موږ د حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې نیولی و خو اوس د ټولو دولتي بنسټونو مشروعیت د پوښتنې وړ دی، د انتخاباتو برسیره موږ د قضا او عدلي بنسټونو خپلواکي نه لرو او له بده مرغه اورو چې د سیمې استخباراتو یو شمېر رسنۍ اخیستي دا ټول وضعیت ناهیلي کونکی دی."

هغه په دې برخه کې د هېڅ کومې رسنۍ نوم وانخیست، خو وايي چې ځينې رسنۍ د سیمې ښه ملاتړ لري.

د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار رنګین دادفر سپنتا هم په دې غونډه کې د روانو ټولو ستونزو بار د غیر مشروع نظام او حکومت پر موجودیت واچوه.

سپنتا: دا ټول بحران په هېواد کې د یوه مشروع دولت د نه شتون له امله دی.
سپنتا: دا ټول بحران په هېواد کې د یوه مشروع دولت د نه شتون له امله دی.

نوموړي زیاته کړه:

"واقعاً دا ټول بحران په هېواد کې د یوه مشروع او پیاوړي دولت د نه شتون له امله دی، نه یوازې حکومت بلکې افغان دولت په بېلابېلو برخو کې د دیموکراټیک او قانوني مشروعیت سره مخ دی."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د تېرو لانجمنو انتخاباتو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په منځګړیتوب په افغانستان کې د ملي وحدت حکومت رامنځته شو.

د دې تر څنګ ټاکل شوې وه چې د ۱۳۹۴ کال په پسرلي کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات تر سره شي، خو د انتخاباتو پر ځای افغان حکومت د ولسي جرګې دوره د یوه کال لپاره وغځوله.

سره له دې چې په دې برخه کې د پرمختګ لپاره د انتخاباتي کمېسیونونو لپاره نوي کمېشنران ټاکل شوي، خو د انتخاباتو د څه وخت کېدو په اړه لا هم بشپړ معلومات نه شته.

دا لومړی ځل نه دی چې یو شمېر سیاسي څېرې د حکومت پر نه مشروعیت انتقاد کوي بلکې له دې وړاندې هم له بېلابېلو ادرسونو ورته غږونه پورته شوي دي.

جمهوري ریاست بیا دا ډول څرګندونې سیاسي غریضې بولي.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال ازادي راډیو ته وویل، حکومت د قانون له مخې مخکې ځي.

مینه پال: حکومت د قانون له مخې مخکې ځي.
مینه پال: حکومت د قانون له مخې مخکې ځي.

نوموړي زیاته کړه:

"د حکومت مشروعیت د خلکو د رایو له مخې دې، تاسې په بروکسل او وارسا غونډو کې د حکومت څخه د ټینګ ملاتړ شاهدان واست، په همدې حال کې له پاکستان پرته د سیمې د هېوادونو اجماع افغان حکومت ته مشروعیت ورکړی دی، ځينې خلک چې د مشروعیت بحث کوي په هغه کې سیاسي اغراض مخته وړي."

ښاغلی مینه پال وايي، حکومت هغه بنسټونه تل هڅولي او ملاتړ یې کړی چې په هېواد کې د ډيموکراسۍ د پیاوړتیا او قانون حاکمت لپاره کار کوي.

خو پخوانی چارواکی ډاکټر سپنتا بیا په دې برخه کې اندېښنه څرګندوي وايي، د ډيموکراسۍ په برخه کې د تېرو ۱۵ کلونو ځينې لاسته راوړنې له منځه تللي دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG