د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۷

ولې عبدالله عبدالله نه‌غواړي د ارګ په عادي غونډو کې ګډون وکړي؟


د افغانستان ملی یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغانستان ملی یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

په داسې حال کې چې د افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس تر منځ د راپورته شويو اختلافاتو د هواري څرک نه‌لګېږي، دواړو مشرانو پرون بیا په عام محضر کې یا د رسنیو له لارې پر یو بل مستقیم او غیر مستقیم انتقادونه وکړل.

ایا افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس د خپلو سیاسي اختلافاتو لپاره په خپلو کې خبرې کوي او که دواړه مشران د رسنیو له لارې پر یو بل تورونو لګولو او انتقادونو ته دوام ورکوي؟

د جمهوري ریاست یوه سرچینه وایي، له کله چې اجرائیه رئیس په ښکاره د اختلافاتو مسئله رابرسېره کړې په ارګ کې په عادي غونډو کې برخه نه‌اخلي.

د ملي یووالي حکومت د رامنځته کېدو راهیسې د دواړو مشرانو تر منځ اکثره وختونه د اختلافاتو مسئله راپورته شوې خو دا ځل په ښکاره اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د تېرې پنجشنبې په ورځ د ځوانانو یوې غونډې ته د ژورو اختلافاتو خبره وکړه.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"د افغانستان ښاغلي ولسمشره، ته دومره وخت نه‌لرئ چې له خپل اجرائيه رئیس سره په درېیو میاشتو کې لږ تر لږه دوه ساعته یا یو ساعت یوازې یو په یو وګورې، نو ستاسو ښاغلي وخت په څه تېرېږي، هغه‌ څوک چې د بحث حوصله نه‌لري، هغه د ریاست لیاقت هم نه‌لري."

عبدالله دا هم ویلي و چې سبا به خپل د اختلاف وړ مسایل له ولسمشر سره په جلا غونډه کې مطرح کړي، خو د راپورونو له مخې تر اوسه د دواړو مشرانو تر منځ دا ډول کومه غونډه نه‌ده شوې.

د جمهوري ریاست یوه سرچینه وایي؛ له کله چې اجرائیه رئیس په ښکاره د اختلافاتو مسئله رابرسیره کړې په ارګ کې په عادي غونډو کې برخه نه‌اخلي.
د جمهوري ریاست یوه سرچینه وایي؛ له کله چې اجرائیه رئیس په ښکاره د اختلافاتو مسئله رابرسیره کړې په ارګ کې په عادي غونډو کې برخه نه‌اخلي.

د جمهوري ریاست یوې مؤثقې سرچینې تېره ورځ ناوخته ازادي راډیو ته وویل که څه هم په دې اړه چې ایا په نېږدې راتلونکي کې به دواړه مشران سره وګوري کنه څه ونه‌ویل خو یادونه‌یې وکړه چې په ارګ کې په هغو غونډو کې چې د حکومت د اجرائیه رئیس په ګډون جوړېدې، په وروستیو کې د اجرائیه رئیس څوکۍ خالي وي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل تېره ورځ ناوخته ازادي راډیو ته وویل، عبدالله عبدالله پر ولسمشر د تېرې پنجشنبې د ورځې له انتقادونو سره پر دې مسئلې هم تأکید کړی و چې دی به تر هغو چې غوښتنې یې نه‌وي منل شوې، په ارګ کې عادي غونډو کې برخه وانه‎خلي.

ښاغلي فیصل یو ځل بیا د اجرائیه رئیس پر اساسي غوښتنو چې د ملي یووالي حکومت د موافقې شرایط باید په بشپړه توګه عملي شي، تأکید وکړ.

ښاغلي فیصل زیاته کړه:

"اجرائیه رئیس د پنجشنبې په ورځ هم ویلي و او نن‌یې بیا وویل چې یوازینی بحث چې موجود دی، د سیاسي هوکړه‌لیک تطبیق دی. د سیاسي هوکړه‌لیک په تطبیق سره زموږ لویه برخه ستونزې هوارېږي، د ولس غوښتنو ته ځواب ویل کېږي او په نتیجه کې یې د ولس او حکومت تر منځ اوسنۍ فاصله چې څومره ده، له منځه ځي."

غني وايي حوصله د قاطعیت له لاسه ورکولو په معنی نه‌ده
غني وايي حوصله د قاطعیت له لاسه ورکولو په معنی نه‌ده

افغان ولسمشر هم پرون د ځوانانو یوه روزنیز پارلمان ته په غیر مستقیم ډول د عبدالله وروستیو انتقادونو، په تېره بیا هغو ته چې دی یې یو بې حوصلې ولسمشر یاد کړی و، اشاره وکړه او د وینا په یوه برخه کې یې وویل:

"صبر، حوصله، تحمل د ولسمشر خصوصیات دي، صبر، تحلیل، د اوضاع څېړل او تله په لاس کې اخیستل اړین دي. دا په دې معنی نه‌ده چې سړی قاطعیت له لاسه ورکوي."

د ولسمشر او اجرائیه رئیس تر منځ د راپورته شویو اختلافاتو سره-سره عبدالله پرون هم له یو شمېر مهمو نړیوالو څېرو سره کتنې درلودې.

د اجرائیه ریاست له‌خوا د خپرو شویو اعلامیو له مخې ښاغلي عبدالله د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو او اروپایي اتحاديې له ځانګړو استازو او د هند له سفیر سره په کتنو کې د هېواد د سیاسي او امنیتي وضعیت پر سر پر خبرو سربېره د ملي یووالي حکومت پر سیاسي توافق هم خبرې وکړې.

د اعلاميو له مخې د ملګرو ملتونو له استازي سره په خبرو کې دواړو لورو د اوسني نظام پر ټینګښت او دوام او د ملي یووالي د حکومت د مشروعیت لپاره د سیاسي موافقې او د انتخاباتي اصلاحاتو د عملي کېدو پر اړتیا تأکید کړی دی.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان د افغانستان اوسني وضعیت ته په پام سره د حکومت د مشرانو تر منځ راپورته شوي اختلافات د دې هېواد لپاره خطرناک بولي او د ژر تر ژره هواري غوښتنه‌یې کوي.

یو له دغو کارپوهانو هم د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ودیر صافی دی چې وایي، د افغانستان کورنی او بهرنی دښمن په کمین کې دی او له هر ډول اختلافاتو د ځان په ګټه کار اخلي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ودیر صافی
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ودیر صافی

ښاغلی صافي زیاته کړه:

"پر دغو اختلافاتو که خاورې وانه‌ړوي او ډېر ژر له دې خپلو جنجالو لاس وانه‎خلي او سمې لارې ته رانه‎شي نو دا به ډېر بد عواقب ولري. د جګړې ناورین به نور هم تېز او زیات شي او دښمن هم په دوه پښو ناست دی چې له همدې حالته استفاده وکړي او له بلې خوا د افغانستان د خلکو باور به هم پر دوی ختم شي."

د ملي یووالي حکومت د مشرانو تر منځ سیاسي اختلافات په داسې وخت کې راپورته کېږي چې څو اوونۍ وروسته د ملي یووالي حکومت د جوړېدو دوه کاله پوره کېږي او درې ورځې وروسته هم د زمري یا اسد په اته‎ویشتمه افغانستان د خپلې خپلواکۍ ۹۷ کلیزه لمانځي، هغه خپلواکي چې ویل کېږي افغان ولس د ملي یووالي او جهاد پر مټ ترلاسه کړې ده.

XS
SM
MD
LG