د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

اجرائیه ریاست: له کړکېچ نه د وتلو لار د سیاسي توافقنامې عملي کول دي


سپیدار ماڼۍ
سپیدار ماڼۍ

اجرائیه ریاست وایي، د ملي وحدت حکومت د کار د دوام یوازینۍ لار د سیاسي هوکړه لیک عملي کول او په حکومتوالۍ کې مساویانه ونډه ده.

د اجرائیه ریاست ویاند وایي، په دې اړه د جمهوري ریاست ځواب ته په تمه دي.

د حکومت اجرائیه ریاست وایي، د سیاسي اختلافاتو د حل لپاره اړینه ده چې حکومتي مشران له یو بل سره وګوري.

تمه کېده دواړه مشران د شنبې په ورځ له یو بل سره یو په یو وګوري، خو د اجرائیه ریاست ویاند وایي چې دغه لیدنه و نه شوه.

مجیب الرحمن رحیمي د شنبې په ورځ همدا راز ازادي راډیو ته وویل چې دوی د سیاسي هوکړه لیک د متن د عملي کولو او اصلاحاتو غوښتونکي دي.

رحیمي: د هوکړه لیک عملي کول له کړکېچه د وتلو او په بریالیتوب سره د ملي وحدت حکومت د کار د دوام لاره ده،
رحیمي: د هوکړه لیک عملي کول له کړکېچه د وتلو او په بریالیتوب سره د ملي وحدت حکومت د کار د دوام لاره ده،

هغه زیاته کړه:

"د هوکړه لیک عملي کول له کړکېچه د وتلو او په بریالیتوب سره د ملي وحدت حکومت د کار د دوام لاره ده، لا هم د ملي وحدت حکومت او د اعتماد په فضا کې ګډ کار یو انتخاب دی."

ښاغلي رحیمي وویل، باید د اساسي قانون لویه جرګه جوړه او د اجرائیه ریاست موقف مشخص شي.

جمهوري ریاست په دې اړه زموږ سره خبري و نه کړې خو له دې مخکې یې په وار وار ویلي چې د سیاسي هوکړه لیک د متن عملي کولو ته ژمن دي.

د ولسمشر او اجرائیه رئیس تر منځ د اختلافاتو وروسته له هغې پرده پورته شوه چې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ پر ولسمشر سخت انتقاد وکړ او ویې ویل، هغه کس چې د بحث کولو حوصله و نه لري نو د ریاست وړتیا هم نه لري.

ولسمشر غني بیا تر دې یوه ورځ وروسته وویل، هر کله چې یې له فساد کوونکو سره مبارزه کړې نو ملاتړ کوونکي یې د اصلاحاتو مخه نیولې ده.

د جمهوري ریاست یوې خبرپاڼې دغه راز د ښاغلي عبدالله خبرې د حکومتوالۍ د اصولو خلاف یادي کړې.

له دې مخکې د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم هم د قدرت د ویش له څرنګوالي شکایت کړی و.

د ملي وحدت حکومت له پیله د حکومتي مشرانو تر منځ اختلافات موجود و، خو دا لومړی ځل دی چې دواړه مشران په ښکاره پر یو بل انتقادونه کوي.

خو آیا د حکومت تر منځ دا ډول خپل منځي اختلافات به څه نتیجه ولري؟

د چارو کارپوه او د ولسمشر ورور حشمت غني احمدزی وایي، د نظر توپیر که څه هم د حکومتي مشرانو تر منځ اختلافات رامنځ ته کړي، خو بهتره ده چې دواړه لورې یوه توافق ته و رسیږي که نه نو دواړه مشران به په راتلونکو دریو کلونو کې له ستونزو سره مخامخ شي:

"دغه دعوې چې په دوو کلونو کې دباندي ټولنې ته را و وتلې، زیان یې ډېر و، بهتره ده چې دا مسایل دوی مخامخ له یو بل سره حل کړي."

په همدې حال کې اقتصادي کارپوه او د سوداګرۍ پخوانی وزیر امین فرهنګ د هېواد پر اقتصادي وضعیت د حکومتي مشرانو د اختلافاتو د اغېز په اړه وایي:

"دا کار د افغانستان د خلکو پر ټولو اړخونو ناوړه اغېزه لري، خاصتاً پر سیاسې او اقتصادي برخو لکه خلکو ته د کاري زمینو د برابرولو په برخه کې، د پانګونې او نورو اقتصادي فرصتونو په برخه کې."

دې وضعیت خلک هم ناراضه کړي دي، د کابل یو تن اوسیدونکی احمد جاوید وایي د خلکو نارضایتي د ملي وحدت حکومت لپاره یو بالقوه خطر دی او دا اختلافات باید لرې شي:

"دغه اختلافات د سیاسي او اقصتادي بې ثباتۍ لامل ګرځي، هر ډول چې کېږي دوی باید د ملي ګټو لپاره خپل اختلافات لرې کړي."

خو تر ټولو ستر ګواښ له دې فرصته د وسله والو مخالفینو کار اخیستل بلل شوي دي.

د پوځي چارو کارپوه جنرال زلمی وردګ وایي، که د قدرت د ویش پر سر لانجې زیاتي شي نو دواړه مشران به د جګړې له مدیریته لرې پاته شي او دا به مخالفانو ته فرصت ورکړي چې له حالاتو څخه ګټه پورته کړي او هېواد له ستر ګواښ سره مخامخ کړي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG