د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

غني وايي حوصله د قاطعیت له لاسه ورکولو په معنی نه‌ده


جمهور رئیس محمد اشرف غني وايي، د ولسمشر لپاره صبر او حوصله اړینه ده خو ټینګار کوي چې حوصله د قاطعیت له لاسه ورکولو په معنی نه‌ده.

محمد اشرف غني دا څرګندونې د یکشبنې په ورځ د ځوانانو روزنیز پارلمان د پرانيستلو پر مهال وکړې.

په داسې حال کې چې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ ولسمشر بې‌حوصله وباله، خو ولسمشر صبر او تحمل خپل خصوصیات بولي او وايي چې شخصي احساساتو ته‌یې، "نه" ویلي.

د ولسمشر دغه څرګندونې ممکن د ښاغلي عبدالله خبرو ته یو ځواب وي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"کله چې افغان ولسمشر د ولسمشرۍ په څوکۍ کېني، له شخصي احساساتو نه باید لیرې واوسي، د شخصي احساساتو حق نه‌لري. صبر، حوصله، تحمل د ولسمشر خصوصیات دي، صبر، تحلیل، د اوضاع څېړل او تله په لاس کې اخیستل اړین دي. دا په دې معنی نه‌ده چې سړی قاطعیت له لاسه ورکړي."

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند هارون چخانسوري هم له رسنیو سره په خبرو کې د عبدالله عبدالله څرګندونې د دولتدارۍ له روحیې سره په ټکر کې بللې وې.

د ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله تر منځ اخلافات د خلکو تر منځ اندېښنې راپارولي دي.

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل‌الهادي مسلمیار د ځوانانو د روزنیز پارلمان د افتتاح په مراسمو کې د ولسمشر او د نورو دولتي چارواکو اختلافاتو ته په کتو له دوی غوښتنه وکړه چې اختلافات یوې خواته کړي او څو کلنې لاس ته راوړنې له خاورو سره برابرې نه‌کړي.

د افغانستان د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار
د افغانستان د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار

ښاغلي مسلمیار زیاته کړه:

"په ولسمشر او د افغانستان د نظام برخه‎والو او هر څوک چې د دوی د لاس لاندې کار کوي، د نظام د مأمورینو په صفت غږ پرې کوم او غوښتنه ترې کوم، دغه لاسته راوړنې په پام کې ولري، شخصي مخالفتونو او تربګني او اختلافاتو ته د پای ټکی کېږدئ او هغو لاسته راوړنو ته چې افغانان له تېرو څلوېښتو کلونو او دیارلسو کلونو ورته سترګې په لار و او لاسته راغلي هغه له خاورو سره خاورې نه‌شي."

له دې وړاندې د ملي شورا یو شمېر غړو له ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي و، د ولسمشر او اجرائیه رئیس تر منځ سیاسي اختلافات کېدای شي افغانستان بحران ته یوسي.

دوی ټینګار کوي چې دغه کړکېچ باید ژر تر ژره حل شي.

ښاغلی مسلمیار همدارنګه یادې موضوع ته په اشارې سره وايي چې د ملي وحدت حکومت مشران باید په کړکېچ کې له صبره کار واخلي او د هېواد د امنیت او ثبات لپاره هڅې وکړي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG