د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

دنیا: اشرف غني او عبدالله عبدالله د بهرني منځګړي په انتظار


د ملي وحدت حکومت د دواړو مشرانو تر منځ راپورته شوي اختلافات او د دغو اختلافاتو د حل لارې چارې د کابل چاپ د نن ورځپاڼو مهم مطالب او تبصرې دي.

«اشرف غني او عبدالله عبدالله د بهرني منځګړي په انتظار» دا د "دنیا" خپلواکې ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی.

په سرمقاله کې راغلي، په داسې حال کې چې د هېواد په شمال او جنوب او ان یو شمېر امنو ولایتونو کې جګړه روانه ده، هېڅ اړتیا نه‌شته چې د ملي وحدت حکومت مشران دې د څوکیو پر سر ناندرۍ وکړي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، د شنبې په ورځ په کابل کې د امریکا سفیر او د بهرنیو ځواکونو قومندان له اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله سره لیدلي، خو د خبرو جزئیات‌یې نه‌دي خپاره شوي.

د دنیا په سرمقاله کې وړاندې راغلي، که د اختلافاتو حل ته کار ونه‌شي، دوام به‌یې د هېواد په سیاسي، امنیتي او اقتصادي وضعیت ناوړه اغېز وکړي.

سرنوشت

سرنوشت ورځپاڼې بیا په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي، د ملي یووالي حکومت طرحه ناکامه وه او باید بدیله لاره ولټول شي.

په مطلب کې راغلي، د ملي یووالي حکومت له جدي سیاسي کړکېچ سره مخ دی او د عبدالله عبدالله وروستۍ څرګندونې ښيي چې ژور اختلافات تر سیاسي رقابته پورې رسېدلي دي.

د مطلب لیکوال د یو شمېر کارپوهانو په حواله لیکلي، که د ملي یووالي حکومت په جوړښت کې بدلون رانه‌شي، حکومت به خپل پنځه کلن مزل ونه‌وهي.

ویسا

ویسا هم په خپله سرمقاله کې همدې اختلافاتو ته اشاره کړې او لیکلي دي چې زموږ ولس ته د جان کري د زهر زقوم نسخه.

په سرمقاله کې راغلي، ستونزه دا وه چې د ملي یووالي حکومت مشرانو له لومړي سره غلطې پرېکړې ته غاړه کېښوده.

د سرمقالې لیکوال ویلي، د حکومت مشرانو په تېرو دوو کلونو کې ټول وخت په همدې اختلافاتو ضایع کړ او اوس ولس ته معلومه شوه چې د ملي وحدت حکومت چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري په منځګړیتوب جوړ شو، ښه نتیجه ورنه‌کړه.

مدنیت

مدنیت ورځپاڼې بیا لیکلي، ډاکټر عبدالله عبدالله پرون د پخوانیو جهادي ملګرو یوه غونډه وربللې وه او له همدې لارې یې ولسمشر ته دا پيغام ورساوه چې د ملي یووالي حکومت د توافقنامې مادې عملي کړي.

په سرمقاله کې راغلي، د بې‌کارۍ، د بهرنیو مرستو کمېدو، د ګاونډیو د لاسوهنې او د روانو ناامنیو په بهیر کې د حکومتي مشرانو تر منځ اختلافات هېڅ ډول د توجیه وړ نه‌دي او باید ژر تر ژره پای ومومي.

XS
SM
MD
LG