د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

د حقوق پوهانو ټولنه: حکومتي مشران دې لویه جرګه راوغواړي


د افغانستان حقوق پوهانو ټولنه د ملي یووالي حکومت له مشرانو غواړي چې ژر تر ژره د اساسي قانون لویه جرګه جوړه کړي.

دغه ټولنه وايي، د اوسنیو ستونزو د حل لپاره په کار ده چې د ملي یووالي حکومت مشران د اساسي قانون لویه جرګه راوغواړي.

د حقوق پوهانو ټولنې د رهبرۍ شورا غړي عبدالوحید فرزه‌يي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل حکومتي مشران باید د ملي ګټو لپاره شخصي اختلافات حل او سیاسي توافقنامه په بشپړه توګه عملي کړي.

هغه زیاته کړه:

"د افغانستان حقوق پوهانو ټولنه د هغو مشکلاتو د حل لپاره چې د دواړو مشرانو تر منځ راپیدا شوي او ممکن افغانستان د کړکېچ پر لورې بوځي د اساسي قانون د لویې جرګې د جوړېدو غوښتنه کوي."

فرزه یي: د ملي یووالي حکومت مشران دې د اساسي قانون لویه جرګه را وغواړي.
فرزه یي: د ملي یووالي حکومت مشران دې د اساسي قانون لویه جرګه را وغواړي.

ښاغلی عبدالوحید وايي، که وضعیت همداسې دوام وکړي د حقوق پوهانو ټولنه به له نورو ورته ادارو سره په دې اړه څېړنې پیل کړي چې د حکومت کوم مشر په خپل کار کې ناغېړي کړې او پایلې به‌یې له ولس او نړیوالې ټولنې سره شریکې کړي.

د حقوق پوهانو ټولنه په داسې حال کې د سیاسي توافقنامې پر بشپړې عملي کېدو ټینګار کوي چې د ارګ او اجرائیه ریاست ویاندویان وايي ټاکل شوې نن چهارشنبې په ورځ ولسمشر غني له ډاکټر عبدالله سره مخامخ لیده کاته وکړي.

وړاندې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله پر ولسمشر غني له دې کبله جدي انتقاد کړی وو چې ګواګې په مهمو مسایلو کې له ده سره مشوره نه‌کوي.

ښاغلي عبدالله همداراز ویلي و چې ولسمشر غني په تېرو درېیو میاشتو کې له ده سره یو په یو نه‌دي لیدلي.

په همدې حال کې د ارګ ماڼۍ ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې حکومت له ولس او نړیوالې ټولنې سره د کړو ژمنو عملي کېدو ته ژمن دی.

مینه پال: حکومت له ولس او نړیوالې ټولنې سره د کړو ژمنو عملي کېدو ته ژمن دی.
مینه پال: حکومت له ولس او نړیوالې ټولنې سره د کړو ژمنو عملي کېدو ته ژمن دی.

هغه زیاته کړه:

"حکومت د لویې جرګې او د انتخاباتي نظام د اصلاح په برخه کې د خپلو ټولو هغه تعهداتو عملي کېدو ته ژمن دی چې د ولس او نړیوالې ټولنې سره‌یې په دې برخه کې کړي دي."

د دغې ټولنې غړو همداراز اندېښنه وښوده چې د حکومت د دواړو مشرانو تر منځ د اختلافاتو دوام به هېواد د کړکېچ پر لور بوځي او لازمه ده چې دواړه مشران له ځنډ پرته خپل اختلافات حل کړي.

د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې مشر عبدالغیور برشان تأکید کوي چې که د اساسي قانون لویه جرګه جوړه نه‌شي د ملي یووالي حکومت به د کار د دوام مشروعیت له لاسه ورکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG