د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۶

هوډمن: حکومتي مشران باید اساسي قانون ته مراجعه وکړي


د افغانستان اجرایيه رئیس عبدالله عبدالله د ملي وحدت د حکومت له جوړېدو راوروسته د لومړي ځل لپاره پر ولسمشر اشرف غني سخت انتقادونه وکړل، د ولسمشر له خوا یوشمېر مقررۍ ترسوال لاندې راوستې او د هغه ګڼې پریکړې یې ناسمې وبللې.

ښاغلي عبدالله د پنجشنبې په ورځ د ځوانانو یوې ډلې ځوانانو ته په وینا کې وویل، د دې اختلافونو په اړه به د شنبې په ورځ له ولسمشر سره خبرې وکړي.

اجرایيه رییس پر ولسمشر انتقاد وکړ چې له ده ته سره د کتنې لپاره وخت نه لري، د انتخاباتي اصلاحاتو په اړوندو مسایلو او په دولتي پوستونو او له هغې ډلې د لوی څارنوال او په بهر کې په یوشمېر سفارتونو کې د ځینو کسانو په مقررولو کې له ده سره سلامشورې نه کوي.

د ملي وحدت په حکومت کې دننه اختلافونه په داسې حال کې اوج ته رسېدلي چې د هلمند په ګډون د هېواد په ډېرو سیمو کې امنیتي وضعیت په خرابېدو دی او د افغانستان د دولت وسله والو مخالفینو د افغان ځواکونو پرضد حملو ته زور ورکړی.

په داسې یوه حالت کې په نظام کې دننه د سیاسي جریانونو ترمینځ مخالفتونه کوم عواقب لري او د حل لپاره یې څه کول په کار دي؟

په دې اړه احمدتکل د سیاسي چارو له کارپوه اجمل هوډمن سره په مرکه کې بحث کړی، ښاغلي هوډمن په سر کې وویل چې د ملي وحدت په حکومت کې اوسنۍ لانجې له پیله د اټکل وړ وې:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:32 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG