د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۴

فعالان: د ملي یووالي حکومت پاتې موده هم مشروعیت لري


د يو شمېر سیاسي ګوندونو او ټولینزو بنسټونو مشران وايي، د ملي وحدت حکومت راتلونکي درې کلونه د تېرو دوو کلونو په څېر مشروعیت لري او دوی یې ملاتړ کوي.

د ګوندونو او مدني بنسټونو مسؤولینو وویل سره له دې چې د ملي وحدت حکومت يو شمېر نیمګړتیاوې لري، خو تر ډېره توانېدلی چې د نظام د پایښت او د ولس د خیر ښېګنې لپاره ګټور کارونه وکړي.

عیار: د ملي وحدت حکومت مشران باید خلکو سره کړې ژمنې عملي کړي.
عیار: د ملي وحدت حکومت مشران باید خلکو سره کړې ژمنې عملي کړي.

د افغانستان د يووالي ګوند مشر محمد عمر عیار وویل، د ملي وحدت حکومت نظام باید دوام وکړي او هغه ژمنې چې دوی له ولس سره کړي د عملي کولو په برخه کې یې باید کوټلي ګامونه پورته شي.

هغه زیاته کړه:

"د ملي وحدت حکومت مشروعیت د دوو تېرو کلونو په څېر اوس هم دوام لري، هغه ژمنې چې د کمپاینونو په وخت کې دوی له خلکو سره کړي او همدرانګه هغه هوکړه لیکونه چې دوی د سیاسي ګوندونو سره لاسلیک کړي افغان ولس له ملي وحدت حکومت څخه غوښتنه کوي چې په جدي توګه یې عملي کړي."

ښاغلی عیار وايي، د هېواد روانو حالاتوته په کتو اوسنی نظام بل بدیل نه لري او د پایښت لپاره یې باید هلې ځلې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د حراست او ثبات شورا او د والیانو ټولنې په ګډون یو شمېر نورو بنسټونو او سیاسي څېرو په تېره کې دا ویلي چې د ملي وحدت حکومت یوازې دوه کلن مشروعیت لري.

د ملي وحدت د حکومت د جوړېدو د سیاسي هوکړه لیک له مخې، ټاکل شوې وه چې ولسمشر د دوو کلونو په ترڅ کې د اجرائیه ریاست د برخلیک معلومولو لویه جرګه راوغواړي چې تراوسه دغه ژمنه نه ده عملي شوې.

خو جمهوري ریاست په کراتو دا ویلي چې د سیاسي هوکړه لیک پلي کېدو ته ژمن دي.

بلو خوا د چارو شنونکي بیا وايي چې د ملي وحدت حکومت په تقسیماتو راون دی او کار اهل کار ته نه سپارل کېږي چې دا د ملي يووالي د حکومت د ناکامۍ لوی لامل ګنل کېږي.

د افغانستان د سولې په نوم د څېړنیزې موسسې مشر نثار احمد کریمزی وايي چې حکومت دې د شخصي اختلافاتو پرځای د هېواد ملي ګټو او ولس ته کار وکړي.

هغه زیاته کړه:

"حکومت موقف ته رسېدلی،پاچا معلوم دی، وزیر معلوم دی،اوس دې د ولس په درد باندې ملهم ووهي."

له دې سره چې د ملي یووالي حکومت له جوړېدو راهیسې د مشروعیت له پوښتنې او بېلابېلو نورو انتقادونو سره مخ و، خو جمهوري ریاست وايي چې حکومت پنځه کلن مشروعیت لري او په تېرو دوو کلونو کې ښه ځلېدلی دی.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG