د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۲

مسعود: د حکومت د مشروعیت لپاره باید مشروع لارې ولټول شي


د احمد شاه مسعود د بنیاد مشر احمدولي مسعود وایي، د ملي یووالي حکومت د ناسم مدیریت او کړیو ژمنو د نه عملي کولو له وجې خپل مشروعیت له لاسه ورکړی.

ښاغلي مسعود، د دوشنبې په ورځ په کابل کې د حکومت د دوه کلنۍ مودې په نامه جوړې شوې غونډې ته وویل چې دوی به د بدیلې لارې لپاره ډېر ژر له سیاسي شخصیتونو سره خپلې سلا مشورې پیل کړي ترڅو وکولی شي یو میکانیزم حکومت ته وړاندې کړي.

احمدولي:د ملي وحدت حکومت د قانوني مشروعیت بنسټ نه لري.
احمدولي:د ملي وحدت حکومت د قانوني مشروعیت بنسټ نه لري.

هغه زیاته کړه:

"په خواشينۍ سره چې اوس مهال د ملي وحدت حکومت د قانوني مشروعیت بنسټ نه لري، نو دولت چې داسې کړکېچن وضعیت سره مخ وي، څنګه کولی شي چې د خلکو ستونزو ته ورسېږي، اوس باید ټوله هڅه وشي چې یو مشروع اساس یې کېښودل شي."

تردې وړاندې هم یوشمېر سیاسې کړیو د ملي وحدت حکومت د دوو کلونو له پوره کېدو سره دغه حکومت نا مشروع بللی او په دې برخه کې د بدلې لارې غوښتنه کړې.

په همدې حال کې د افغانستان د حراست او ثبات شورا، د والیانو ټولنې، د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور او د افغانستان د نوې ملي جبهې رئیس انوارالحق ویلي چې حکومت یوازې دوه کلن مشروعیت لري.

د ملي وحدت حکومت د جوړېدو سیاسي هوکړه لیک له مخې، ټاکل شوې وه چې حکومت د دوو کلونو په ترڅ کې د اساسي قانون د بدلون لویه جرګه وغواړي چې تراوسه دغه ژمنه نه ده عملي شوې.

خو د حکومت مشرانو په کراتو ژمنه کړې چې د سیاسي هوکړه لیک پلي کېدو ته ژمن دي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د یکشنبې په ورځ د یو شمېر سیاسي کړیو اندېښنو په برخه کې داسې وویل:

عبدالله:هغه اوازې چې وايي، د حکومت وخت پوره شوی بې ځایه دي.
عبدالله:هغه اوازې چې وايي، د حکومت وخت پوره شوی بې ځایه دي.

"هغه اوازې چې د حکومت وخت پوره شوی دا ډول اوازې بې ځایه دي، کله چې د خلکو رایه له موږ سره وي دا یوازې یو خوب دی او کوم ځای ته نه رسېږي."

په همدې حال کې د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال ازادي راډيو ته وویل چې حکومت د پنځو کلونو لپاره دی او ټينګار کوي چې حکومت به خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

مینه پال: د حکومت د کاري دورې په اړه باید اساسي قانون ته مراجعه وشي.
مینه پال: د حکومت د کاري دورې په اړه باید اساسي قانون ته مراجعه وشي.

هغه زیاته کړه:

"د افغانستان حکومت د کاري دورې په اړه باید اساسي قانون ته مراجعه وشي او قانون په دې برخه کې بشپړ وضاحت لري، د افغانستان حکومت هغه ژمنې چې له ملت او نړیوالې ټولنې سره کړې دي هغه عملي کوي."

له دې ټولو سره د سیاسي چارو افغان کارپوه بشیر بېژن وایي، په روان وضعیت کې د نظام پرزېدل به د هیڅ لوري په ګټه نه وي، خو په وینا یې چې د حکومت مشران باید قدرت له خپل انحصار څخه بهر کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG