د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

فعالان: د افغانستان اوسني غیر قانوني حکومت پر بدیل دې فکر وشي


په کابل کې یو شمېر ځوانو مدني او سیاسي فعالانو په یوه اعتراضیه غونډه کې پر ملي یووالي حکومت انتقاد وکړ چې د هېواد د روان وضیعت په کنترولو کې پاتې راغلی دی.

دوی چې د یوه تنظیمونکي سنګر امیرزاده په وینا شمېر یې شاوخوا ۳۰۰ کسانو ته رسیده ټینګار کاوه چې دا حکومت غیر قانوني دی او د لا زغملو پر ځای یې باید پر بدلون فکر وشي.

د دوی په استازیتوب اجمل سایس د اعتراضیه غونډې پریکړه لیک ولوست چې د لویې جرګې او له وخته مخکې انتخاباتو له لارو یې د اوسني حکومت د بدیل په رامنځته کېدو ټینګار درلود.

اجمل سایس د اعتراضیه غونډې پریکړه لیک ولوست
اجمل سایس د اعتراضیه غونډې پریکړه لیک ولوست

ښاغلي سایس وړاندې وويل:

"غیر قانوني او د نه مشروعیت لرونکې حکومت چې په هېواد کې د لسګونو خنډولو لامل شوی دی نور نه شو زغملای او په دې لټه کې یو چې د قانون په رڼا کې بدیلې او مشروع لارې تعقیب کړو کوم چې وکولای شي افغانانو ته روښانه مسیر ترسیم کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د ملي یووالي حکومت د کار پر دوام له دې وړاندې ملي شورا، نوي ملي جبهې یا د حکومت اپوزیسیون، د ثبات او حراست شورا او ځينو پخوانیو چارواکو هم انتقادونه کړي دي.

فعالان: د افغانستان اوسني غیر قانوني حکومت پر بدیل دې فکر وشي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:35 0:00

دا غوښتنې له هغې وروسته ډيریږي چې د ملي یووالي حکومت د جوړېدو سیاسي هوکړه لیک له مخې د حکومت مشرانو باید د دوه کلونو په موده کې لویه جرګه رابللې وای.

خو کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري په خپل وروستي سفر کې وویل چې د ملي یووالي حکومت تر پنځو کلونو مشروعیت لري.

په همدې حال کې د جمهور رییس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وايي چې د ملي یووالي په حکومت اعتراض کوونکي باید له انتقادونو مخکې قانون مطالعه کړي.

مرتضوي وايي چې د ملي یووالي په حکومت اعتراض کوونکي باید له انتقادونو مخکې قانون مطالعه کړي
مرتضوي وايي چې د ملي یووالي په حکومت اعتراض کوونکي باید له انتقادونو مخکې قانون مطالعه کړي

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه:

"هغه ملګري چې اعتراض لري دوی دې د افغانستان اساسي قانون یو ځل په دقیق ډول مطالعه کړي، د افغانستان په اساسي قانون کې د لویې جرګې هم د هغې د ترکېب او هم د جمهوري ریاست د مودې په اړه ډېر وضاحت راغلی دی، ډېره ښه ده چې دا کسان یو ځل اساسي قانون په دقت مطالعه کړي."

له دې وړاندې د حکومت اجرایه رییس عبدالله عبدالله هم د ورته نیوکو په غبرګون کې ویلي چې دی تعجب کوي چې مشرانو د ملي یووالي حکومت پریکړه لیک تر پایه په دقت نه دی لوستلای.

خو له دې ټولو سره اعتراض کونکي وايي چې د لویې جرګې رابلل کولای شي چې د اوسني حکومت برخلیک، د هغې مشروعیت او نه مشروعیت روښانه کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG