د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۶

جان کري: د ملي یووالي د حکومت عمر به ۵ کاله وي


ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، کابل ته د جان کري د سفر یو مهم او واضح پیغام دا و چې د ملي یووالي د حکومت عمر به پنځه کاله وي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ یوه ویاند له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د ولسمشر او اجراییه رییس ترمنځ د سیاسي هوکړې د معیاد له پای ته رسیدو وروسته به هم د ملي یووالي حکومت دوام کوي.

د ملي یووالي پر حکومت د انتقادونو د زیاتیدو په ترڅ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راغی او له حکومته یې هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، کابل ته د جان کري سفر واضح پیغامونه درلودل چې تر ټولو مهم یې د ملي یووالي له حکومته د امریکا دوامداره ملاتړ و.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي ازادي راډيو ته وویل، جان کري په ډاګه ټینګار وکړ چې د ملي یووالي حکومت به هرو مرو پنځه کال دوام کوي.

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه:

"هغه څه چې زموږ په نظر د جان کري په سفر کې تر ټولو برجسته و، هغه دا و چې د ملي یووالي حکومت عمر د سیاسي هوکړې له پای ته رسیدو سره نه ختمیږي او دا د افغانستان خلک، رییس جمهور او حکومت دی چې غواړي چې له کومو مېکانیزمونو د سیاسي توافق وروسته خپل کار ته دوام ورکړي."

جان کري د شنبې په ورځ کابل ته په یوه نا څاپي سفر راغی او له افغان ولسمشر سره یې په یوه مطبوعاتي کنفراس کې په زغرده دا وویل چې د ملي یووالي حکومت به پنځه کال عمر ولري.

د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی وايي، له ګڼو انتقادونو سره ـ سره د ملي یووالي حکومت په همدې رهبرۍ تر پنځو کلونو کې امریکا ته د منلو وړ دی.
د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی وايي، له ګڼو انتقادونو سره ـ سره د ملي یووالي حکومت په همدې رهبرۍ تر پنځو کلونو کې امریکا ته د منلو وړ دی.

د ملي یووالي حکومت شاوخوا یو نیم کال وړاندې د جان کري او ملګرو ملتونو په منځګړیتوب له اوږدو انتخاباتي جنجالونو وروسته رامنځته شو.

په ورته وخت کې سیاسي کارپوهان بیا وايي، کابل ته د جان کري سفر هغو ډلو ته واضح پیغام ورکړ چې د ملي یووالي د حکومت د بدیل په هڅه کې دي.

د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی وايي، له ګڼو انتقادونو سره ـ سره د ملي یووالي حکومت په همدې رهبرۍ کې تر پنځو کلونو کې امریکا ته د منلو وړ دی.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه:

"هم اپوزیسیون هم هغو عناصرو ته چې د لویې جرګې نه داسې انتظار لري چې حکومت به تغیر ومومي او په هغه کې به ځیني تغیرات راشي یا به نوي انتخابات ترسره شي.جان کري وویلې چې دوی ته همدغه حکومت په همدغه رهبرۍ تر پنځو کلو د منلو وړ دی."

د ولسي جرګې د اداري پلاوي یو شمېر غړي که څه هم د لنډې مودې لپاره کابل ته د جان کري سفر ګټور بولي خو انتقاد کوي چې د ملي یووالي په حکومت کې د تصمیم نیولو مرجع یوه نه ده او د حکومت اساس سم نه دی ایښودل شوی.

د ولسي جرګې منشي عبدالروف انعامي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې هیڅوک د حکومت سقوط نه غواړي خو د حکومت کمزورتیا بیا د دې لامل کیږي چې خلک ترې واټن ونیسي او دوام یې ستونزمن شي.

ښاغلي انعامي وايي، د ملي یووالي حکومت د امریکا په منځګړیتوب رامنځته شوی او امریکایان مجبور دي چې له دغه حکومته په هر ډول شرایطو کې ملاتړ وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې د ملي یووالي د حکومت په پنځه کلني پایښت ټینګار وکړ چې د سیاسي اپوزیسیون په ګډون بېلابېلو کړېو غوښتنه کوله چې د ولسمشرۍ انتخابات باید بیا وشي او اوسنی حکومت له منځه ولاړ شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG