د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۵

تقوا: یو شمېر ولایتونه به سقوط وکړي


عبدالجبار تقوا
عبدالجبار تقوا

د افغانستان د والیانو ټولنه د هېواد وروستی امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بولي.

د دغې ټولنې مشر او پخواني والي عبدالجبار تقوا د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې که حکومت امنیت ته پام ونه کړي، نو ځیني ولایتونو به له سقوط سره مخ شي.

د افغانستان د والیانو ټولنه انتقاد کوي چې د ملي وحدت حکومت د مشرتابه د کمزورتیا له امله په هېواد کې ورځ تر بلې د ناامنۍ لمن پراخیږي.

د دغې ټولنې مشر او پخواني والي عبدالجبار تقوا د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې خبرداری ورکړ، که حکومت امنیت ته خاص پام ونه کړي نو د هېواد یو شمېر ولایتونه به سقوط وکړي.

ښاغلي تقوا زیاته کړه:

"هلمند، فاریاب، جوزجان دا مهال د سقوط په حال کې دي، د کندز په امنیتي حوزې کې جګړه روانه ده او همداسې په نورو ځایونو کې ان کابل هم ښه امنیت نه لري او دا وضیعت کابل ښاریان او ټول خلک ګوري."

ښاغلي تقوا د سولې په روان بهیرد انتقاد ترڅنګ وویل چې سوله پروسه نه بلکې پروژه ده چې په پلمه یې افغانان غولول کیږي.

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د امریکا د استخباراتو د ادارې مشر جیمز کلېپر او په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو پخواني قوماندان جان کېمپبل خبرداری ورکړی چې ۲۰۱۶ میلادي کال به د افغانستان لپاره له سیاسي او پوځي پلوه ښه کال نه وي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د والیانو د ټولنې هغه اندېښنې بې ځایه بولي چې وايي، ځیني ولایتونو د سقوط له ګواښ سره مخ دي.

نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې په روان کال کې یې د هېواد امنیتي وضیعت د ښه والي لپاره ځانګړي تدابیر نیولي
نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې په روان کال کې یې د هېواد امنیتي وضیعت د ښه والي لپاره ځانګړي تدابیر نیولي

د دغه وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې په روان کال کې یې د هېواد امنیتي وضیعت د ښه والي لپاره ځانګړي تدابیر نیولي دي.

ښاغلي دانش زیاته کړه:

"زه فکر کوم دا خبري له واقعیته ډېرې لرې دي، کابل او نورو ولایتونو ته دومره جدي ګواښ نه دی متوجې، زه ویلی شم چې کندز پېښه به بیا تکرار نه شي، د دښمن د حملو د دفعې لپاره تدابیر هم لرو، دښمن نه شي کولای چې ولایت او ان لېرې ولسوالۍ ته سقوط ورکړي."

د تېرې دوشنبې په ورځ د افغانستان ولسي جرګې لوړ پوړي امنیتي چارواکي په هېواد کې د امنیتي وضعیت د څرګنوالي په خاطر یادې جرګې ته استجواب کړي وو چې په همدې ورځ د ملي شورا په ودانۍ باندې درې توغندي وتوغول شول.

افغان امنیتي چارواکو د ولسي جرګې غړیو ته ډاډ ورکړ چې په روان کال کې د هېواد د امنیت لپاره د شفق په نامه عملیات لري چې په بشپړېدو سره به یې د حکومت له واکه وتلې ځیني سیمې هم بېرته ونیسي.

رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG