د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۴

ځیني والیان وايي،د نوېو ژمنو او مسولیتونو سره بیرته ستنیږي


د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو والیان چې د جمهور ریس غني سره د لیدنې لپاره مرکز ته راغلي وو وايي چې بېرته د نوېو ژمنو او مسولیتونو سره ستنیږي.

دوی د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانوته وویل چې په مرکزکابل کې یې له یوې اوونۍ راهیسې د جمهورریس او بېلابېلو نورو حکومتي چارواکو سره خپلې ستونزې په مستقیم ډول شریکې کړې.

د پکتیا، پنجشیر، پکتیکا، غور، زابل، جوزجان او بلخ چارواکي وایي چې په دې لیدنو کې په همغږۍ ټینګار شوی چې دوی یې راتلونکي ښه کال ته هیله مند کړي دي.

مرکز کابل ته په ولایتونو کې د حکومت د لوړ پوړه استازو د رابلنې په دوام دا ځل د پکتیا، پکتیکا، غور، جوزجان، زابل، بلخ او پنجشیر والیان رابلل شوي وو.

د یادو ولایتونو استازي چې د یوې اوونۍ راهیسې یې په کابل کې د جمهور ریس محمد اشرف غني، وزیرانو او نورو دولتي چارواکو سره لیده کاته کړي وايي چې خپلو ولایتونوته د نوېو صلاحیتونو سره ستنېږي.

د پکتیاوالي نصرت الله ارسلا وايي چې دلته ورسره نوي ژمنې شوي او هیلې ډېرې شوي چې په ولایتونو کې د مثبتو بدلونو لړۍ لا چټکه شي.

ښاغلی ارسلا زیاته کړه:

"موږ له دې ځایه یو ځانګړی قاطعیت له ځان سره وړو هغه څه چې موږ دلته له مشرانو واوریدل هغه قاطعیت او کار ته کار ویل دي، والیانو ته یې عام او تام صلاحیتونه ورکړل شوه ترڅو په خپلو ولایتونو کې مثبت تغیرات رامنځته کړای شو."

په سیمه ییزو ادارو کې د حکومت دا استازي په خپلو سیمو کې ځيني ستونزې جدي ګڼي وايي، کومې ژمنې چې ورکړل شوي کولای شي ستونزې کمې کړي او سیمه ییزې ادارې پیاوړې کړي.

دوی وايي چې امنیت، بیارغونه، د زیربینایي پروژو نه شتون او په ولایتونو کې د ځینو دولتي خالي پوستونو ستونزې یې مخامخ له ولسمشر او وزیرانو سره شریکې کړي دي.

د غور والي غلام ناصر خاضع وايي، دې ناستو ورته د قوي ملاتړ روحیه ورکړي.

ښاغلي خاضع زیاته کړه:

"د مرکز او ولایتونو ترمنځ د حکومتداری ډول د اړیکو او ژمنو یوې نوي مرحلې ته داخلیدونکی دی، انشاالله موږ ډاډمن یو چې راتلونکی کال به د پام وړ بدلونونه ولرو.

د جمهور ریس په دې موضوع ټینګار چې غواړو په نږدې کالونو کې افغانستان د مصرفي هېواده په تولیدي هغه بدل کړو موږ ډير هیله مند کړي یو."

د زابل والي محمد انور اسحاقزی چې له ولایته یې ډیر وخت د ناامنۍ راپورونه ورکول کیږي وايي چې د امنیت او لویو لارو رغیدو ژمنې ورسره وشوې.

هغه وايي چې په دې کار سره به له حکومته د خلکو ملاتړ لا پراخ شي.

ښاغلي اسحاقزي زیاته کړه:

"د مرکزي حکومت څخه زما غوښتنه دا وه چې دلته ژمنه هم راسره وشوه تر څو له زابله تیریدونکي لویه لار ډيره ژر ورغول شي تر څو له دغې لارې څخه تیریدونکي مسافر تر مرکزه او نورو ولایتونو خوندي تګ راتګ وکړای شي.نو ژمنه راکړل شوه چې ډیر به یې د بیا روغولو کار پیل شي."

جمهور ریس غني واک ته له رسیدو راهیسې له نږدې څخه د خلکو د ستونزو د په هدف د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کړي دي او د ښې حکومتداری د جوړېدو په خاطر یې والیانو ته د ویډیو کنفرانس او مخامخ لیدنو له لارې هم د ستونزو د هواري ژمنې ورکړي دي.

په داسې حال کې چې عام خلک ډیر وخت په خپلو سیمو کې د مثبت بدلونونو په ځای شکایتونه ډير لري د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، والیانو ته ورکړل شوي نوي ژمنې هیلې ډيرې کړي دي.

د یادې ادارې ویانده منیره یوسفزاده وايي چې دا لیدنې په ولایتونو کې د حکومت د پیاوړتیا او همغږۍ د رامنځته کولو سبب ګرځي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG