د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۹

په امنیتي چارو کې د سیمه ییزو ادارو د واک د زیاتېدو په اړه غونډې پیل شوي


د یوشمېر ولایتونو والیان
د یوشمېر ولایتونو والیان

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وایي؛ له امنیتي ارګانونو سره سلا مشورې کوي؛ څو په پوځي او امنیتي چارو کې د سمیه ییزو ادارو واک زیات کړي.

په داسي حال کې چې د بېلابېلو دولتي ادارو تر منځ د همغږۍ نه شتون په افغانستان کې د ناامنیو یو ستر لامل بلل کیږي؛ د دې ستونزې د هواري لپاره حکومت په پام کې لري؛ څو د سیمه ییزو مسوولانو واک زیات کړي.

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاندې "منیره یوسف زاده" د جمعې په ورځ آزادي راډيو ته وویل چې په همدې هدف د امنیتي ارګانونو له چارواکو سره یې مشورتي غونډې پیل کړي دي.

((د سیمه ییزو ارګانونو مشرتابه د امنیتي ارګانونو له مسوولانو سره غونډې پیل کړي دي؛ څو پر دې کار وکړي. ځکه د امنیت ټینګښت د سیمه ییزو ادارو اصلي هدف دی چې که امنیت نه وي؛ نو د خدمتونو رسول هم نا ممکنه ده. په دې خاطر یې کار پيل کړی؛ څو وکړای شي همغږي او صلاحیتونه زیات کړي.))

مېرمن یوسف زاده وویل، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه ادراه دا مني چې نه یواځې د امنیت په برخه کې بلکې په ملکي چارو کې هم د والیانو د صلاحیتونو زیاتېدو ته اړتیا شته.

له دې مخکې د ځینو والیانو له خوا په وار - وار داسې شکایتونه شوی وو چې مرکزي حکومت ورته په پوځي او ملکي چارو کې بشپړ صلاحیتونه نه دي ورکړي او دې مسالې د دوی کارونه له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړي دي.

یو له همدغو کسانو څخه د کندز پخوانی والي محمد عمر صافی دی. ده ویلي وو چې په دغه ولایت کې ځینې امنیه قوماندانان او نور سیمه ییز چارواکي د ولایتي ادارې په پرتله د مرکزي حکومت لارښونو ته ډېره پاملرنه کوي.

ولسمشر محمد اشرف غني هم په وار - وار پر دې ټینګار کړی چې سیمه ییزو ادارو ته به د جنګي عملیاتو په برخه کې خپلواکي ورکړل شي؛ څو د امنیتي ستونزو مخنیوی پر وخت وشي.

دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان د والیانو ټولنه وایي؛ په دغه هېواد کې د نا امنیو یو ستر لامل د سیمه ییزو ملکي او پوځي ادارو تر منځ د همغږۍ نشتوالی دی.

د دغې ټولنې رییس او د کابل پخواني والي عبدالجبار تقوا تر دې یوه ورځ مخکې په یوه خبري غونډه کې وویل چې دې ستونزې سیمه ییزې ادارې په څو برخو ویشلي دي.

((کله چې والي یو عملیاتي پلان لاسلیک کوي؛ امنیه قوماندان تر څو له کورنیو چارو وزیر څخه اجازه وانه خلي او د لوا قومندان تر څو له دفاع وزارت څخه اجازه وانه خلي: نه یې عملي کوي او یوه واحده قومانده موجوده نه ده.))

د چارو کارپوهان هم ټینګار کوي چې که حکومت په ولایتونو کې ټول مسوولیتونه والیانو ته وسپاري؛ نو دا به په سیمو کې د امنیت او نظم په راوستلو کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG