د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

احدي: د ملي یووالي حکومت افغانستان د کړکیچ پر لوري بیايي


د افغانستان نوې ملي جبهه یا د حکومت اپوزسیون وايي، ورځ تر بلې په افغانستان کې امنیتي او سیاسي وضعیت مخ پر خرابېدو دی او د ملي یووالي حکومت یې د مدیرت توان نه لري.

د دغه جبهې مشر او د سوداګرۍ پخواني وزیر انوارالحق احدي په یوه غونډه کې انتقاد وکړ چې د ملي یووالي حکومت افغانستان د کړکیچ پر لور بیايي او که مخه یې ونه نیول شي وضعیت به لا پسې خراب شي.

ښاغلي احدي نا امني، د انتخاباتي نظام نه سمون،مخ پر زیاتیدونکی فقر، بې کاري او ناسمه حکومتوالي هغه لوی عوامل وبلل چې په خبره یې امنیتي او اقتصادي کړکیچ ته یې لاره هواره کړې ده.

ښاغلي احدي زیاته کړه:

"نن غواړم د ملي جبهې په نمایندګۍ دعوا وکړم چې د څو مهمو مسایلو په اړه په خپل وخت د حکومت نه تصمیم د حکومتدارۍ او دولتدارۍ بحران منځ ته راوړی. ملي جبهه په امنیتي چارو کې د افغانستان د تش په نوم ملي وحدت حکومت نا تواني ډیر د تشویش وړ بولي."

د افغانستان نوې ملي جبهه په داسې حال کې پر حکومت سخت انتقادونه کوي چې تر وړاندې په خپله د بهرنیو چارو وزیر او د جمعیت اسلامي ګوند رییس صلاح الدین رباني ویلي چې د ملي یووالي حکومت د ډېرو ژمنو په عملې کېدو پاتې راغلی دی.

د بلخ سرپرست والي او د حراست او ثبات شورا هم پر حکومت د امنیتي وضعیت د خرابېدو او د ولسي جرګې او والسوالۍ شورا ګانونو د انتخاباتو په اړه سخت انتقادونه کړي دي.

خو له دې ټولو سره – سره د ارګ ماڼۍ که څه هم تر یو بریده ستونزې مني خو وايي چې د ملي یووالي حکومت د مشکلاتو د حل ابتکار په لاس کې لري.

د ارګ ماڼۍ یوه ویاند شاه حسین مرتضوي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ښه به وي سیاسي اپوزسیون او نور د غیرې منصفانه انتقاد پرځای د وضعیت د ښه کېدو لپاره خپلې طرحې له دوي سره شریکې کړي.

د ارګ ماڼۍ یوه ویاند شاه حسین مرتضوي
د ارګ ماڼۍ یوه ویاند شاه حسین مرتضوي

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه:

"دا سمه ده چې په ځینو سیمو کې د نا امنۍ له اړخه ستونزې شته خو مونږ په یوه بحراني حالت کې نه یو. موږ تمه لرو چې د حکومت اپوزسیون په هره برخه کې خپلې مشخصې طرحې له حکومت سره شریکه کړي. حکومت له هغو ګټه اخلي خو تر اوسه یوه پاڼه مشخصه طرحه د هغو دوستانو له خوا نه ده را استول شوې چې انتقاد کوي."

په ورته وخت کې د سوله ایز بدلون ټولنې مشر ډاکټر فاروق اعظم چې په یاده غونډه کې برخه اخیستې وه وویل چې حکومت باید له سیاسي شخصتونو ، دیني

عالمانو او مدني فعالانو سره په مشورې روانو مشکلاتو ته معقوله حل لاره ومومي.

ښاغلي اعظم وايي ترهغې چې د افغانستان ولس، حکومت ، سیاسي ګوندونه او دیني عالمان د یو بل په منلو او پوره همغږۍ د مشکلاتو د هوارۍ لپاره یوه واحد نظر ته ونه رسیږي د افغانستان د ودې او پرمختګ امکان کم دی.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG