د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

چارواکي: د لوړو زده‌کړو وزیره د سلیقوي چلند له مخې رد شوې


د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت چارواکي وايي، په دغه وزارت کې د وکیلانو د نفوذ مخنیوی د دې لامل شوی چې ولسي جرګه‌یې له وزیرې د باور رأیه واخلي.

د لوړو زده‌کړو وزارت چارواکي د ولسي جرګې د تېرې ورځې پرېکړې راپارولي او وکیلان د وزیرانو د استیضاح په پروسه کې په سلیقوي چلند تورنوي.

د دې وزارت اداري او مالي مرستیال، د کانکور کمېټې رئیس، د تدارکاتو مشر او د وزارت ویاند د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، دوی ټول معیارونه پوره کړي، خو بیا هم د لوړو زده‌کړو له وزیرې د باور رأیه اخیستل شوې ده.

د یاد وزارت ویاند فیصل امین وايي، ولسي جرګې د شفافیت، صداقت، بودجې لګښت او نورو معیارونو له مخې وزیره نه‌ده لیرې کړې بلکې د شخصي ګټو پاللو په خاطر یې هغې ته د رد رأیه ورکړې ده چې دوی یې نه‌مني.

امین: وکیلانو په استیضاح کې سلیقوي چلند وکړ.
امین: وکیلانو په استیضاح کې سلیقوي چلند وکړ.

نوموړي زیاته کړه:

"دا بحث په دې پورې تړلی چې د وکیلانو کارونه ونه‌شوه، دوی په کانکور کې نفوذ درلود د نفوذ مخنیوی یې شوی دی، ځینې وکیلان راغلي چې پلانی له هغه ولایته هغه ته بدل کړه دا کار یې نه‌دی شوی، ټول کارونه داسې شوي چې د هغو وکیلانو چې دخالت‌یې کاوه مخنیوی شوی دی، نو دوی په استیضاح کې سلیقوي چلند وکړ، که دوی داسې چلند نه‌وي کړی نو له ټاکل شوي معیار څخه خو تر ټولو ډېره بودجه موږ مصرف کړې نو ولې مو ۶۳ رأیې واخیستې."

د لوړو زده‌کړو وزارت چارواکي وايي چې وزارت‌یې له ټاکلي معیار ډېره یعنې ۷۲ سلنه بودجه لګولې.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسي جرګې د دوشنبې په ورځ د وزیرانو د استیضاح لړۍ په دوام د لوړو زده‌کړو وزیره فریده مومند د ۱۳۱ رد رأیو په تر لاسه کولو سره سلب صلاحیت کړه.

فریده مومند
فریده مومند

​ولسي جرګې د هغې تر څنګ تر اوسه د بهرنیو چارو، فواید عامې، کار او ټولنیزو چارو، ټرانسپورت، پوهنې او د مخابراتو له وزیر څخه هم د باور رأیې اخیستي دي.

د ولسي جرګې اداري پلاوی بیا د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري پر ولسي جرګې لګېدلي تورونه ردوي.

د ولسي جرګې منشي عرفان‌الله عرفان ازادي راډیو ته وویل کله هم چې چارواکي له دندو لیرې شي خپل کړه په ولسي جرګه وراچوي.

عرفان: دا تورونه په کلکه ردوم.
عرفان: دا تورونه په کلکه ردوم.

نوموړي زیاته کړه:

"شاید ځينې استثنايي موارد موجود وي، خو دا تورونه په کلکه ردوم، وکیلانو د شخصي ګټو لپاره کله هم نه په کانکور او نه په نورو ځایونو کې لاسوهنه کړې ده."

ولسي جرګې ویلي د کابینې کومو وزیرانو چې د پراختیايي بودجې ۷۰ سلنه نه‌وي لګولې استیضاح به شي.

افغان حکومت بیا د لوړو زده‌کړو وزیرې په شمول نورو سلب صلاحیت شویو وزیرانو ته د کار د دوام ویلي او د وزیرانو څخه د باور رأیې اخیستلو موضوع‌یې د وضاحت لپاره سترې محکمې ته لېږلي ده.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG