د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۴

ولسي جرګې د پوهنې او ټرانسپورت وزیران هم سلب صلاحیت کړل


د افغانستان ولسي جرګې په خپلې دوهمې استیضاحیه غونډه کې د کابینې دوه نور وزیران هم د دوی په غیاب کې سلب صلاحیت کړل.

ټاکل شوې وه چې د مالیې، پوهنې او ټرانسپورت وزیران د ولسي جرګې د یکشنبې ورځې په استیضاحیه غونده کې ګډون وکړي، خو د نامعلومو دلایلو له مخې غونډې ته حاضر نه‌شول.​

د دغې جرګې غړو د یکشنبې په ورځ د مالیې، پوهنې او ټرانسپورت وزیرانو په غیاب کې د رأیو صندقونه کېښودل چې دوه وزیران سلب صلاحیت شول او یوه وزیر د اعتماد رأیې خپلې کړې.

په دغې غونډه کې د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي او د ټرانسپورت وزیر محمدالله بتاش سلب صلاحیت شول، خو د مالیې وزیر اکلیل حکیمي ته وکیلانو د اعتماد رأیه ورکړه.

د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي له حکومت وغوښتل څو د هغو وزیرانو پر ځای چې سلب صلاحیت شوي دي نوي وزیران د اعتماد د رأیې د اخیستلو لپاره ولسي جرګې ته وروپېژني.

ابراهیمي: حکومت دې د سلب صلاحیت شویو وزیرانو پر ځای نوي کسان معرفي کړي.
ابراهیمي: حکومت دې د سلب صلاحیت شویو وزیرانو پر ځای نوي کسان معرفي کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د پوهنې ښاغلی وزیر د استیضاح په نتیجه کې ۱۳۱ رأیې خپلې کړې او سلب اعتماد شو، له حکومت نه غواړو چې د کوم وزیرانو پر ځای چې سلب صلاحیت شوي دي نوي وزیران د اعماد د رأیې اخیستلو لپاره ولسي جرګې ته راوپېژني، د نن ورځې د استیضاح په نتیجه کې د مالیې وزیر په خپل ځای پاتې شو او د ټرانسپورت وزیر هم تائید نه‌شو."

محمد الله بتاش
محمد الله بتاش

د ټرانسپورت وزیر محمدالله بتاش ۵۱ د تائيد رأیې، ۱۴۲ رد، ۶ سپینې او ۵ باطلې رأیې ترلاسه کړې.

اسدالله حنیف بلخي
اسدالله حنیف بلخي

دغه شان د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي، ۶۸ تائید رأیې، ۱۳۱ رد، ۲ سپینې او ۵ باطلې رأیې ترلاسه کړې چې دواړه سلب صلاحیت شول.

اکلیل حکیمي
اکلیل حکیمي

په ورته وخت کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي ۸۵ تائید رأیې، ۱۱۲ رد، ۵ باطلې او ۲ سپینې چې د ولسي جرګې د غړو اعتماد یې خپل کړ او پر ځای پاتې شو.

ولسي جرګې تېره ورځ د بهرنیو چارو، فواید عامې او دغه‌راز د کار او ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزیران هم له دې امله چې د خپلو پراختیايي بودجې ۷۰ سلنه‌یې نه‌ده مصرف کړې استیضاح او سلب صلاحیت کړل.

جمهوري ریاست تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو مخکې تر دې ولسمشر د کابینې د درېیو وزیرانو د استیضاح په غبرګون ویلي و چې په اوس کې د کابینې د غړو بدلول د هېواد په ګټه نه‌دی.

د افغان ولسمشر مرستیال شاه حسین مرتضوي د یکشنبې د ورځې په ماسپښین یوې خبري غونډې ته وویل چې د حکومت دریځ په دې اړه دا دی چې د وزیرانو د استیضاح بهیر دې وځنډول شي.

ښاغلی مرتضوی زیاتوي:

"د حکومت غوښتنه دا وه چې د استیضاح بهیر دې وځنډول شي او د حکومت نظر بیا هم همدا دی او دا یې غوښتنه ده چې ولسي جرګه د هېواد حالات درک کړي او بیا هم ټینګار کوو چې حکومت په ټولې حوصلې سره چمتووالی لري چې په دې برخه کې د ستونزو د هواري لپاره له پارلماني ګروپونو سره یو جوړونکی بحث ولري او یو د حل لاره پېدا کړي."

په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیالانو حکمت خلیل کرزي او نصیر اندېشه نن یوې خبري غونډې ته ویلي چې د بهرنیو چارو د وزیر د استیضاح لاملونه تر اوسه دوی ته نه‌دي څرګند او دوی په دې برخه کې د جمهوري ریاست له موقفه ملاتړ کوي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG