د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۰

کابل چاپ ورځپاڼو د سلب صلاحیت شویو وزیرانو په اړه تبصرې کړي


کابل چاپ ورځپانو په خپلو نننیو ګڼو کې د ولسي جرګې له خوا د کابینې د درې وزیرانو د استیضاح او له دوی څخه د صلاحیت اخیستلو په اړه یو شمېر مطلب چاپ کړي دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سر مقاله کې لیکلي، ولسي جرګې درې تنه وزیران د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د کار او ټولنیزو چارو وزیره نسرین اوریاخېل او د فواید عامې وزیر محمود بلیغ چې خپله بودجه یې سمه نه وه مصرف کړې استیضاح او صلاحیت یې ورنه واخیسته.

خو د ارمان ملي سر مقاله لیکونکی لیکي، په نورو وزیرانو کې چې باید استیضاح شي ولسمشر غني ته څو تنه نېږدې کسان هم شته چې د مالیې وزیر او د ملي امنیت رئیس هم په کې دي.

سر مقاله لیکونکي لیکلي، وبه لیدل شي چې د خلکو استازي له دغو دوو کسانو سره چې له ارګ سره نېږدې اړیکي لري څه ډول چلند کوي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپانې بیا په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي چې ولسي جرګه باید د ولس او ملي ګټو له غوښتنو سره سم په دې اړه پرېکړو ته زور ورکړي او هر هغه وزیر چې بودجه یې سمه او پر خپل وخت نه وي لګولې له دندې لېرې کړي.

د سرمقالې لیکوال، په دې اړه د ولسي جرګې د تېرې اوونۍ دا هوډ د ستایلو وړ ګڼي چې دوی به د قوم، سمت او ډلې پر بنسټ له پرېکړو څخه ملي او د ولس له غوښتنو سره سمې پرېکړې غوره کړي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپلې سر مقاله کې لیکلي، اټکل کېږي چې ولسي جرګه به راروانه اوونۍ نهه وزیران ټول سلب اعتماد کړي چې په دې ډله کې د ځینو کلیدي وزارتونو مشران هم شته.

د سرمقالې لیکوال لیکي، دا بیا کلونه وخت نیسي چې نوي وزیران انتخاب شي، په دولتي ادارو کې سرپرستي معمولاً عامه خدمتونه په ټپه دروي او په ادارو کې فساد، خپل سریو او د کاري انګیزو وژنو ته لاره هواروي.

سرنوشت لیکلي، دا ستونزه په دې ډول حلېدونکې نه ده.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي، ارګ ویلي چې د وزیرانو د استیضاح لړۍ د کافي معلوماتو تر وړانډې کولو پورې ځنډېدلې ده.

سرخط په خپل دغه مطلب کې د ارګ د خبرپانې په حوال لیکلي چې‎، ولسمشر د ولسي جرګې د اداري پلاوي او د کمېسیونونو له مشرانو سره کتلي او په دې اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

په سر مقاله کې دغه شان راغلي چې د ارګ له نظره د اساسي قانون د ۹۲ مادې له مخې د کابینې د وزیرانو په ځانګړي ډول د بهرنیو چارو وزیر د استیضاح دلایل موجه نه دي.

XS
SM
MD
LG