د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

د درې وزیرانو د سلب صلاحیت په اړه د ولسمشر غني جدي غبرګون


افغان ولسمشر د کابینې د درېیو غړو د سلب صلاحیت کېدو په اړه جدي غبرګون ښودلی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د بهرنیو چارو د وزیر په شمول د کابینې د درېیو غړو د استیضاح او سلب صلاحیت کولو په غبرګون ویلي چې د کابینې د غړو بدلون اوس وخت ډېر ګران تمامېږي.

ولسمشر د ولسي جرګې له اداري پلاوي او ځینو غړو سره پرون شپه په ارګ ماڼۍ کې کتلي دي او د ولسي جرګې د یادې پرېکړې په وړاندې یې د حکومت د اعتراض لپاره ډېر دلایل بیان کړي دي.

له دې ډلې:

"د غیر اختیاري بودجې په برخه کې د واک محدودیت، وظیفوي مداخلې، د قراردادونو لاس په لاس کېدل او د کابینې د غړو د کار ناوخته پیل" هغه څه بلل شوي چې له امله‌یې د بودجې په مصرف کې خنډ رامنځته کړی دی.

ولسمشر له ولسي جرګې غوښتي چې اجازه ورکړي څو "کابینه چې اوس په پښو درېدلې نوره هم قوي شي او د کابینې مسؤلیت د یوه وزیر په توګه نه بلکې د ټولې کابینې په توګه په پوره وضاحت سره راتلونکې بودجه کې شامل شي."

جمهور رئیس د ولسي جرګې غړو ته ویلي چې د بودجې د لګښت ستونزه ډېر پرمختللي هېوادونه هم لري او دا ډېره ستونزمنه ده چې د کابینې غړي بدل شي او هر څه له سره پیل کړای شي.

د ولسي جرګې له اداري پلاوي او ځینو غړو سره افغان ولسمشر وروسته له هغه ولیدل چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني، د فواید عامې وزیر محمود بلیغ او د کار او ټولنیزو چارو وزیره نسرین اوریاخېل د انکشافي بودجې د لږ مصرف په خاطر سلب صلاحیت شول.

ارګ ماڼۍ پرون د ورځې ناوخته هم د ولسي جرګې د یادې پرېکړې په غبرګون د کابینې د وزیرانو په ځانګړي ډول د بهرنیو چارو وزیر د استیضاح دلایل ناموجه ګڼلي و.

په یوه بیان کې چې ارګ ماڼۍ په همدې اړه خپور کړی و ویلي و چې ولسي جرګه د وزیرانو له‌خوا د بودجې د مصرف په اړه بشپړ معلومات نه‌لري نو د کافي معلوماتو تر وړاندې کولو د وزیرانو د استیضاح پروسه ځنډېږي.

پرون شپه په دې لیدنه کې د افغان حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د کابینې غړي، د ولسي جرګې اداري پلاوی او ځینې غړي شامل و.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ولسي جرګې تازه غبرګون هم واخلو خو په دې اړه د ولسي جرګې د کمېسیونونو رئیسانو چې له ولسمشر سره د لیدنې لپاره وربلل شوي و له څه ویلو ډډه وکړه.

اخوا د جمعیت اسلامي ګوند رهبري شورا تازه په یوه اعلامیه کې د صلاح‌الدین رباني استیضاح او سلب صلاحیت کول ناسم کار او د مشخصو کړیو سیاسي هڅه بللې ده.

په دې اعلامیه کې راغلي د جمعیت ګوند د ملي یووالي حکومت د یوه اصلي تشکیلوونکي لوري په توګه وضعیت څاري او له قضیو سره سم به د خلکو د ګټو په پام کې نیولو سره لازمې پرېکړې وکړي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG