د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۷

ولسي جرګې دری وزیران سلب صلاحیت کړل


د افغانستان ولسي جرګې د شنبې په ورځ د کابینې درې تنه وزیران سلب صلاحیت کړل.

و کیلانو د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د فواید عامې وزیر محمود بلیغ او د کار او ټولنیزو چارو وزیره نسرین اوریا خېل د پراختیايي بودجې د کم مصرف له کبله استیضاح او سلب صلاحیت کړل.

که څه هم رد شویو وزیرانو د پراختیايي بودجې د نه مصرف له کبله د وکیلانو پوښتنې ځواب کړې او په دې اړه یې خپل دلایل وړاندې کړل، خو د دې جرګې د غړو قناعت یې ترلاسه نه کړ.

د ولسي جرګې مشر عبد الروف ابراهیمي وايي، حکومت باید د سلب صلاحیت شوي وزیرانو پر ځای وړ او نوی کسان ورمعرفي کړي.

ابراهیمي: حکومت باید د رد شویو وزیرانو پرځای وړ او نوي کسان معرفي کړي.
ابراهیمي: حکومت باید د رد شویو وزیرانو پرځای وړ او نوي کسان معرفي کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د بهرنیو چارو، فواید عامې او د کار او ټولنیزو چارو محترم وزیران د جرګې د باور وړ ونه ګرځېدل نو بناً له ولسمشر او د حکومت له مشرتابه غوښتنه کوم چې د باور رایو د اخیستو لپاره وړ کاندیدان ولسي جرګې ته معرفي کړي."

رد شویو وزیرانو د پراختیايي بودجې د نه مصرف په اړه تر ډېره ځانونه ملامت نه ګڼل او په دې برخه کې یې بېلابېلا دلایل وړاندې کړل.

د بهرنیو چارو رد شوي وزیر صلاح الدین رباني وویل چې د بهرنیو چارو وزارت ۷۳ سلنه بودجه مصرف کړې او له کله چې دی وزارت ته راغلی د پام وړ کارونه یې کړي دي.

رباني: په تېر یو کال کې موږ ښې لاسته راوړنې لرلې.
رباني: په تېر یو کال کې موږ ښې لاسته راوړنې لرلې.

نوموړي زیاته کړه:

"په تېر یو کال کې موږ ښې لاسته راوړنې لرلې او هیله لرم چې د پارلمان د تشویق وړ وګرځي او د ۲،۸ میلیونه ډالرو پیسو څخه چې زموږ په اختیار کې وې ۲،۱ میلیون ډالره مو مصرف کړي چې دا د پراختیايي بودجې ۷۳،۷۸ فیصده کېږي."

د فواید عامې او د کار او ټولنیزو چارو رد شویو وزیرانو هم دا وویل چې دوی د بودجې په مصرف کې هیڅ ډول بې غوري نه ده کړې.

دواړو بیروکراسي، نا امني، د مرسته کوونکو له لورې د پیسو په ورکړه کې ځنډ او د لازم ظرفیت نشتوالی د پراختیايي بودجې د نه مصرف عمده ستونزې وبللې.

د فواید عامې رد شوي وزیر دا هم وویل چې د دې وزارت په اوسني جوړښت کې چې هر وزیر راشي کار نه شي کولای.

په ورته وخت کې د ارګ ماڼۍ بیا د وزیرانو استیضاح او سلب صلاحیت کول د ولسي جرګې قانوني حق بولي او ژمنه کوي چې د پرېکړو په عملي کېدو به لازمه همکاري وکړي.

مینه پال: حکومت د ولسي جرګې صلاحیت او مسؤلیت ته درناوی لري.
مینه پال: حکومت د ولسي جرګې صلاحیت او مسؤلیت ته درناوی لري.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال وویل:

"حکومت د ولسي جرګې صلاحیت او مسؤلیت ته درناوی لري او د قانون مطابق چې دوی هره پرېکړه کوي د افغانستان حکومت به په دې برخه کې اجرات کوي."

که څه هم په دې اړه کره معلومات نشته چې ولسي جرګه به څو وزیران استیضاح کړي خو وړاندې د دغه جرګې ځینو غړو ویلي وو چې د کابینې له نیمايي زیات وزیران استیضاح کېږي او که د پراختيايي بودجې د مصرف په اړه یې وکیلانو ته ځوابونه د قناعت وړ نه وو سلب صلاحیت به شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG