د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۴

ولسي جرګې دوه نور وزیران هم سلب صلاحیت کړل


ولسي جرګه د نن یکشنبې ورځې په استیضاحیه غونډه کې دوه وزیران سلب صلاحیت او یو وزیر ته د ابقا رأیه ورکړه.

دغه رأی اچونه چې د هغوی د نه‌حاضرېدو له امله د هغوی په غیابت کې ترسره شوه د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د ۸۵ تائید، ۱۲۲ رد، ۵ باطلو او ۲ سپینو رأیو په ترلاسه کولو سره پر خپل ځای پاتې شو.

د ټرانسپورت وزیر محمدالله بتاش د ۵۱ تائید، ۱۴۲ رد، ۵ باطلو او ۶ سپینو رأیو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې له‌خوا سلب صلاحیت شو.

او د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي د ۶۸ تائید، ۱۳۱ رد، ۲ باطلو، او ۳ سپینو رأیو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې له‌خوا سلب صلاحیت شو.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم ولسي جرګې د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني، د فواید عامې وزیر محمود بلیغ او د کار او ټولنیزو چارو وزیره نسرین اوریاخېل سلب صلاحیت کړل.

XS
SM
MD
LG