د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۵

ولسي جرګه د کابینې ځینو غړو غیابي استیضاح ته دوام ورکوي


د افغانستان ولسي جرګه وايي، د هغو ۱۱ وزیرانو استیضاح ته به دوام ورکړي چې د خپلو وزارتونو انکشافي بودجه‌یې له ټاکلې اندازې کمه مصرف کړې ده.

ولسي جرګې په تېرو دوو ورځو کې پنځه وزیران سلب اعتماد کړل.

د شنبې په ورځ د بهرنیو چارو، فواید عامې او د کار او ټولنېزو چارو وزیران او پرون‌یې د پوهنې او ټرانسپورټ وزیران په غیاب کې سلب اعتماد کړل خو د مالیې وزیر وتوانېد چې رأیه ترلاسه کړي او خپلې دندې ته دوام ورکړي.

د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، نن له ټاکلي مهالوېش سره سم د لوړو او مسلکي تحصیلاتو، عدلیې او د ښار جوړولو وزیران باید د استیضاح غونډې ته حاضر شي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال نعمت‌الله غفاري ازادي راډیو ته وویل، که دا کسان د استیضاح غونډې ته حاضر هم نه‎شي، د ملت استازي به د پرونۍ غونډې په څېر د هغو په اړه په غیاب کې پرېکړه وکړي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال نعمت الله غفاري
د ولسي جرګې دوهم مرستیال نعمت الله غفاري

ښاغلی غفاري وايي:

"د پارلمان له پرېکړې سره سم دا بهیر باید دوام وکړي. په مجموع کې د هغو وزیرانو په لېست کې چې د خپلې بودجې په سلو کې له اویا کمه برخه‌یې مصرف کړې، ۱۷ کسان وو. شپږو ته‌یې صندوقونه کېښودل شول او په خپله مخه ولاړل او ۱۱ نور یې پاتې دي."

د شنبې په ورځ وروسته له دې چې ولسي جرګې درې وزیران سلب اعتماد کړل، ولسمشر اشرف غني د جرګې د اداري پلاوي له ځینو غړو سره په کتنه کې د استیضاح او سلب اعتماد د لړۍ د بندېدو غوښتنه وکړه خو جرګې دا غوښتنه ونه‌منله او پرون درېیو وزیرانو جرګې ته له تلو ډډه وکړه.

د ولسمشر مرستیال ویاند وايي، وزیران به نن هم د استیضاح غونډې ته حاضر نه‎شي.

مرتضوي: وزیران به نن هم د استیضاح غونډې ته حاضر نه‎شي.
مرتضوي: وزیران به نن هم د استیضاح غونډې ته حاضر نه‎شي.

شاه حسین مرتضوي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"له بده‎مرغه پارلمان د حکومت غوښتنه ونه‌منله او د وزیرانو په غیاب کې یې هغو ته صندوقونه کېښودل. څرنګه چې موږ د کابینې د وزیرانو استیضاح د توجیه وړ نه‌ګڼو، نو ځکه وزیران جرګې ته له تلو ډډه کوي."

د حکومت او پارلمان تر منځ د روان کړکېچ عواقب به څه وي؟

په ټول هېواد کې د بې‌امنیتي پر اوسني حالت پر ناوړه اغېزو سربېره ښاغلی غفاري د ولسي جرګې د احتمالي غبرګون اټکل کوي.

دی وايي:

"اټکل کوم چې که ولسمشر د ولسي جرګې پرېکړو ته اعتنا ونه‎کړي ولسي جرګه کولای شي د همغو وزارتونو بودجې وځنډوي او تصویب‌یې نه‎کړي او دا حکومت ته یوه جدي ستونزه جوړولای شي."

ښاغلی غفاري د ولسي جرګې د احتمالي غبرګون اټکل کوي.
ښاغلی غفاري د ولسي جرګې د احتمالي غبرګون اټکل کوي.

د حکومت او ولسي جرګې تر منځ اعتماد په داسې حال کې د خرابېدو له ګواښ سره مخامخ دی چې د افغانستان په تقریباً اکثر سیمو کې د حکومت د وسله‎والو مخالفینو د حملو له کبله بې‌امنیتي روانه ده.

تمه ده چې د ژمي له رارسېدو او د واورو له ورېدو سره به د وسله‎والو مخالفینو په فعالیتونو کې کموالی راشي.

خو معلومه نه‎ده چې د ملي وحدت حکومت د مشرانو خپلمنځي اختلافونه له یوې خوا او له ولسي جرګې سره د وزیرانو د سلب اعتماد پر سر کړکېچ به له بلې‌خوا د وسله‎والو مخالفینو د پسرلنیو حملو د فصل له رارسېدو مخکې په نېږدې راتلونکي کې حل شي کنه، ځکه د اکثره کارپوهانو په نظر سیاسي اختلافونه د دولتي ځواکونو پر وړتیا او مورال خورا ناوړه اغېز کولای شي.

XS
SM
MD
LG