د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۶

افغان کابینه: د وزیرانو کار دې د سترې محکمې تر پرېکړې دوام وکړي


د ولسي جرګې له‎خوا پرله‎پسې درې ورځې د وزیرانو د استیضاح غونډو او د یو شمېر وزیرانو څخه د صلاحیت اخیستلو افغان حکومت اړ کړ چې په دې موضوع کې ستره محکمه دخیله کړي.

د دوشنبې په ورځ د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د ولسي جرګې له‎خوا د بې‌واکه شویو وزیرانو په شمول دې د کابینې ټول وزیران د سترې محکمې د څېړنو تر بشپړېدو پورې خپل کار ته دوام ورکړي.

ولسمشر اشرف غني د کابینې په دې غونډه کې وویل، د افغان دولت ټولو قوو او قوانینو ته درناوی لري خو د نوموړي په وینا د استیضاح او حساب ورکولو تر منځ باید توپیر واوسي.

ښاغلي غني ټینګار وکړ چې د افغانستان له سترې محکمې یې غوښتي، څو د قانوني واکونو له مخې د افغانستان د کابینې غړو د استیضاح مسئله وڅېړي او نتیجې یې جمهوري ریاست ته وسپاري.

ولسمشر اشرف غني وویل: د افغان دولت ټولو قوو او قوانینو ته درناوی لري
ولسمشر اشرف غني وویل: د افغان دولت ټولو قوو او قوانینو ته درناوی لري

ښاغلی غني وايي:

"موږ د سترې محکمې د پرېکړې په تمه یو او د تعبیر غوښتنه مو له سترې محکمې سره شریکه کړې. زموږ هیله دا ده چې د افغانستان ټول خلک په ځانګړي توګه زموږ وکیل صاحبان د سترې محکمې پرېکړې ته منتظر پاتې شي."

د شنبې په ورځ ولسي جرګې د بهرنیو چارو، فواید عامې، کار او ټولنیزو چارو وزیرانو ته د ۱۳۹۴کال د پراختیايي بودجې د لږ مصرفولو له کبله د نه‌باور رأیې ورکړې.

په دوهمه ورځ (یکشنبه) یې د ټرانسپورټ او پوهنې وزیرانو ته په غیاب کې د نه‌باور رأیې ورکړې، خو د مالیې وزیر د باور رأیې واخیستې.

د دوشنبې په ورځ هم د ولسي جرګې له‎خوا درې وزیران استیضاح شول چې د دوی غیاب کې یې د عدلیې او ښار جوړونې وزیران په خپلو دندو تائید شول خو د لوړو زده‎کړو وزیرې ته‌یې د نه‌باور رأیې ورکړې.

تر اوسه پورې د افغانستان سترې محکمې په دې اړه چې څېړنه به له کوم ځایه پیلوي څه نه‎دي ویلي.

ولسمشر غني پرون د کابینې په غونډه کې وویل، د کابینې د ډېرو غړو کار د ۱۳۹۴ کال نیمايي کې پیل شو او افغانستان په دې موده کې له پراخو امنیتي، اقتصادي او سیاسي ستونزو سره مخ و.

د کابینې پرونۍ غونډه کې د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وویل چې حکومت له ولسي جرګې سره د مخامخ کېدو نیت نه‎لري.

ښاغلي عبدالله هم د ولسمشر څرګندونې تکرار کړې چې د افغانستان ستره محکمه دې د وزیرانو د استیضاح مسئله وڅېړې او د اساسي قانون سره سم دې د حساب ورکولو او استیضاح تر منځ توپیر جوت کړي.

عبدالله وویل چې حکومت له ولسي جرګې سره د مخامخ کېدو نیت نه‎لري.
عبدالله وویل چې حکومت له ولسي جرګې سره د مخامخ کېدو نیت نه‎لري.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"هیله‎مند یو چې اوسني شرایط به د پارلمان محترم غړي د دوی د پرېکړې د ردېدو په معنی نه‌اخلي. بلکې د موضوع د وضاحت او د هغه څه پیاوړتیا دې وګڼي چې د دوی د هدف سره سم د افغانستان په حکومت کې د مؤثریت، شفافیت او حساب ورکولو رامنځته کېدل دي."

د دوشنبې په ورځ په ارګ کې د کابینې غونډه کې د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش هم وویل چې په اساسي قانون کې د غیابي استیضاح په اړه وضاحت نه‌شته.

د ښاغلي دانش په وینا د افغانستان، سیمې او نړۍ اوسني وضعیت ته په پام چې ولسي جرګه له خپلې دورې دباندې داسې پرېکړه کوي د افغانستان د خلکو په ذهن کې یې پوښتنې راپورته کړي.

دانش هم وویل چې په اساسي قانون کې د غیابي استیضاح په اړه وضاحت نه‌شته.
دانش هم وویل چې په اساسي قانون کې د غیابي استیضاح په اړه وضاحت نه‌شته.

ټاکل شوې ده چې ولسي جرګه نن سې شنبه د کرنې او مالدارۍ، اوبو او انرژۍ او نشه‌يي موادو پر ضد د مبارزې وزیران د استیضاح غونډې ته وروغواړي.

تر دې مخکې د ولسي جرګې منشي عرفان‌الله عرفان ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په پام په ولسي جرګه کې ذهنیت داسې دی چې باید بریالیو وزیرانو ته د باور رأیې ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG