د لاسرسي لېنکونه

ځیني افغان حقوقي کارپوهان د حکومت له دې پرېکړې سره مخالف دي چې وزیران استیضاحیه غونډې ته نه ورلېږي.

د حقوقي چارو کارپوه ډاکټر کبیر رنجبر له ازادي راډيو سره په مرکه کې وویل د ولسمشر دا کار چې وزیران ولسي جرګې ته نه لېږي له قانون سره په خلاف دی او د مقننه قوې خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي.

له ښاغلي رنجبر سره د ازادي راډیو خبریال صفي الله ستانکزي مرکه کړې او له هغه یې لومړی پوښتنه کړې چې د ډېرو وزیرانو استیضاح او سلب صلاحیت څه ډول ستونزې رامنځته کوي، هغه په ځواب کې وویل:

XS
SM
MD
LG